د لاسرسي ځای

په کندوز کې ځانمرګي برید په لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اړولې


د کندوز په امام صاحب کې خانرګي بمي برید څه نا څه ۲۸ کسان ووژل

د کندوز په امام صاحب کې خانرګي بمي برید څه نا څه ۲۸ کسان ووژل

دافغانستان په شمال کندوز ولایت کې پر یوې حکومتي ودانۍ د شوې حملې له امله لږتر لږه ۲۸ کسان وژل شوي او ۳۲ نور ژوبل شوي دي. ویل کیږي چې په وژلو شوو او ټبیانو کې ډیري ولسي خلک شامل دي.

داچاودنه د کندوز په امام صیب ضلع کې د یوې حکومتي ودانۍ په وړاندې هغه مهال وشوه چې خلک په کتارونو کې د نویو شناختي کارډونو او نورو د فتري کارونو د ترلاسه کیدو په موخه ولاړ وو.

دکندوز ځان مرګی برید په جلال اباد کې د یوبینک په ودانۍ د اورپکو د ډله ایز برید نه یوازې دوه ورځې وروسته ترسره شوی . په هغه پېښه کې ۴۰ کسان وژل شوي او د ۷۰ و په شاوخوا کې نور ژوبل شوي وو.

فرانس پریس خبري اژانس د امام صیب ضلعې د یو لوړ پوړي چارواکي محمد ایوب حقیار له خولې لیکي چې ځان مرګي برید کونکي د خلکو په منځ کې ځان الوزولی او د ۵۰ و نه زیاتو اولسي کسانو ته یې مرګ ژوبله ور اړولې ده.

دافغانستان د کورنیو چارو د وزارت ویاند زمري بشري هم فرانس پریس خبري اژانس ته د مرګ ژوبلې ورته شمیره تایید کړې او داپېښه یې ولسي خلکو ته داوړیدلي لوی ناورین په نامه یاد کړی دی.

پژواک خبري اژانس دامام صاحب د کلينيک يوه مسوول ډاکټر سعد له خولې وايي، چې تر اوسه دغه روغتون ته ٣٧ ټپيان راوړل شوي او د ځينو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى.

نوموړی اژانس وايي تراوسه چا د کندوز د ځان مرګې حملې مسوولیت قبول کړی نه دی. خو په افغانستان کې دا ډول بریدونه اکثره وخت پړه او مسولیت طالبان پر غاړه اخلي.

دافغانستان شمالي ولایت د جنوبي هغو په پرتله ارامې سیمې ګڼل کیږي خو په دې وروستیو کې دافغانستان نسبتا ارامو سیمو ته هم بد امنیو مخه کړې چې ښه بیلګه یې د کندوز نننۍ ، او د جلال اباد دوه ورځې وړاندې بریدونه دي چې ورکې ولسي خلکو ته په لویه پیمانه د سر زیانونه واوښتل. تر دې وړاندې دافغانستان خوست ولایت کې هم دا ډول برید ترسره شوی و ، دپاکستان د پولې سره پروت خوست ولایت هم دنورو ولایتونو په پرتله ارامه ګڼل کیږي.

دافغانستان سرښار کابل هم دامنیت له پلوه خوندي ګڼل کیږي خو په دې وروستیو هفتو کې په ولسي ځایونو دوه بریدونه ترسره شوي چې یوه حمله یې په یو سپر مارکیټ کې وه.

دافغانستان دا بد امنۍ په داسې حال کې مخې ته راځي چې افغان ځواکونه په ۲۰۱۴ م کال کې دامنیت واګي له بهرنیو ځواکونو نه خپل لاس ته اخلي او دنیټو او امریکايي ځواکونو دافغانستان نه وتل هم له هماغه نیټې نه پیلیږي.
XS
SM
MD
LG