د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر جنوبي وزیرستان د ډرون برید پنځه مشکوک اورپکي وژلي


په جنوبي وزیرستان کې د مشکوکه امریکايي بې پیلوټه ډرون الوتکې په برید کې لږ تر لږه پنځه مشکوک اورپکي وژل شوي دي.

ډرون الوتکې د واڼه په لویدیځ کې د کږه پانګې په کلي کې یو داسې کور په نښه کړی چې مشکوک اورپکي په کې اوسېده.

دا له هغې را وروسته لومړی برید دی چې امریکايي وګړي رېمنډ ډیوس د جنورۍ د میاشتې پر ۲۷مه نېټه د لاهور په ښار کې دوه کسان ووژل او د پاکستان او امریکا تر منځ یې سفارتي ناندرۍ رامنځ ته کړی دی .

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG