د لاسرسي ځای

تازه خبر

د لېبیا د ولسمشر معمر قذافي زوی وایي چې په دې هیواد کې احتجاج کوونکو پر ځینو پوځي اډو ، وسلو او ټېنکونو قبضه کړېده.


د لېبیا د ولسمشر معمر قذافي زوی وایي چې په دې هیواد کې احتجاج کوونکو پر ځینو پوځي اډو ، وسلو او ټېنکونو قبضه کړېده.

په خپله ټېلیویژني وینا کې صېف الاسلام قذافي د کورنۍ جګړې د رامنځ ته کېدو خبرداری ورکړ چې دا به یې د تېلو شتمني وسېزي. هغه وویل،دهیواد پوځ به یې په هره بییه چې وي امنیت پرځای ساتي.

نوموړي دا خبرې په داسې وخت کې کړي چې د بشري حقوقو د ډلو په وینا په دې هیواد کې د احتجاج په ترڅ کې څه باندې ۲۰۰ کسان وژل شوي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند فیلیپ کراولې ویلي ،چې امریکا د لیبیا له چارواکو سره په دې هیواد کې د مظاهره چیانو پر ضد په ځورونو اندېښنه څرګنده کړېده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG