د لاسرسي ځای

لوی لاریون به کوو: د الجزایر مظاهرچیان


په الجزایر کې خلکو ژمنه کړې ده چې د جمهوریت لپاره به په پلازمېنې الجیرز کې د لاریون پېلان پلي کوي.
یوه اوونۍ مخکې هم د یوه داسې احتجاج مخه په زرګونو پولیسو نیولې وه. ننی لاریون پر داسې مهال کېږي چې له اوونیو راهیسې د شمالي افریقا په دې هېواد کې خپاره واره احتجاجونه شوي دي او د هېواد مشرتابه ژمنه کړې ده چې له ۱۹ کالونو راهیسې پلي بیړني قوانین به د روانې میاشتې تر پایه لرې کړي. تېره میاشت د خواړو د بیو د لوړېدو له کبله په الجزایر کې پینځه ورځې احتجاج وشو او د تاوتریخوالي پر مهال په کې درې کسان ووژل شول.
XS
SM
MD
LG