د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملګري ملتونه په بحرین او لیبیا کې له مظاهرچیانو سره بد چلن غندي


د ملګرو ملتونو د بشري حقوقو لوړپوړي چارواکي نوي پېلې ویلي په لیبیا او بحرین کې امنیتي سرتېرو د خلکو قانوني غوښتنو ته ناقانونه او له حده تېر ځواب ویلی دی.
د ملګرو ملتونو د بشري حقوقو د ادارې مشر نوي پېلې په الجزایر، بحرین، ایران، عراق، لیبیا او یمن کې د مظاهرچیانو وژنه هم غندلې ده. نوموړي په یوه بیان کې ویلي منځنی ختیځ او شمالي افریقا له غوسې خوټېږي. د امریکا د سپینې ماڼۍ ویاند جې کارنې ویلي د امریکا ولسمشر باراک اوباما په بحرین، لیبیا او یمن کې د تاوتریخوالي په اړه زښت اندېښمن دی او دا چې د یادو شویو هېوادونو پر حکومتونو یې غږ کړی دی چې له مظاهرچیانو سره د چلن پر مهال دې له زغمه کار واخلي. تر تیونس او مصر ورسته د حکومت ضد مظاهرې د منځني ختیځ او شمالي افریقا نورو هېوادونو ته هم غځېدلې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG