د لاسرسي ځای

تازه خبر

بحرین: پر مظاهرچیانو ډزې شوې دي


په بحرین کې د امنیتي ځواکونو له لورې پر احتجاج کوونکیو پر داسې مهال ډزې شوې دي چې په منځني ختیځ او شمالي افریقا کې ناکراري لا نوره خپرېږي.
رویټرز خبري اژانس وايي تېره ورځ د پلازمېنې ماناما په مرکزي څلور لارې کې لږ تر لږه شپېته کسان ژوبل شوي دي. د بحرین پاچا حامد بېن عیسا الخلیفه اعلان کړی دی چې ولي عهد ته يې ویلي چې له ټولو ډلو او ګوندونو سره دې خبرې پیل کړي چې دا بحران پای ته ورسول شي. د بحرین د شیعه ګانو له ټولو زیات دروند خطیب شیخ عیسا قاسم د پولیسو برید ته د ټولیزې وژنې نوم ورکړی دی او ویلي یې دي چې حکومت د خبرو اترو ور تړلی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG