د لاسرسي ځای

تازه خبر

د رباب پرته پښتني موسیقي مانده ده


رباب د پښتني موسيقۍ او کلتور يوه مهمه برخه ګڼل کيږي. دا که د هجرې د ټنګ ټکور محفلونه دي او که د مها لي موسيقۍ بيلا بيل رنګونه، د رباب تړنګ او أهنګ پکې ځانته يو ځانګړی خوند لري.

په پښتنو کي د رباب تکړه غږونکي تير شوي دي. که د رباب د اوسنيو هنرمندانو خبره شي، نو ښاغلی همايون سخي دی چې د رباب غږولو يو منفرد انداز یې خپل او په ولس کي مقبول کړۍ دۍ.

نوموړی چې دا مهال د امريکا په کليفورنيا ايالت کې ژوند کوي. د مشال ريډیو په اونيزه خپرونه (د سندرو اميل) کې یې له هارون باچا سره د رباب په لرغونی تاريخ او د خپلو هنري لاس ته راوړنو په اړه خبرې اترې کړي دي.

د سندرو امېل اونیزه خپرونه هارون باچا جوړوي
XS
SM
MD
LG