د لاسرسي ځای

افغانستان: په خوست کې ځانمرګی برید، ۹ وژل شوي ۳۱ ژوبل


د افغانستان په خوست ولایت کې د ځانمرګي برید له کبله نهه کسان وژل شوي او یو شمېر ژوبل دي.
له سیمې د مشال راډیو خبریال وايي موټر بمي برید خوست ښار ته له راتلونکي پروژې پل سره د تالاشۍ پر یوې څوکۍ وشو. د خوست د امنیې قوماندان وايي په پېښه کې دوه ښځې، شپږ نور عام وګړي او یو پولیس وژل شوي دي. هلته بیا د خوست د عامې روغتیا رییس وايي په پېښه کې ۳۱ کسان ژوبل شوي دي چې په کې د څلورو حالت خراب دی. د چاودنې له کبله نېژدې کورونو او دوکانونو ته هم زیان ور په برخه شوی دی.
XS
SM
MD
LG