د لاسرسي ځای

بحرین: کېدای شي بیا حکومت له زوره کار واخلي: شنونکي


شنونکي وايي نن په بحرین کې ښايي د حکومت له لورې بیا طاقت وکارول شي، ځکه چې د احتجاج پر مهال د وژل شویو څلورو کسانو مړي به نن ښخول کېږي.
دا څلور کسان هغه مهال ووژل شول چې حکومتي قواو دوی د پلازمېنې ماناما له مرکزي څلورلارې ویستل. همدا رنګه په بحرین کې تېره ورځ د چاپو پر مهال له ۲۰۰ زیات کسان ژوبل شول. په بحرین کې اکثریت د شیعه ګانو دی او دا احتجاج کوونکي هم زیاتره دوی دي چې غواړي د هېواد په چلولو کې باید ډېره ونډه ولري. تر تیونس او مصر وروسته د منځني ختیځ او شمالي افریقا په ډېرو هېوادونو کې د حکومت پر ضد پراخ احتجاجونه پیل شوي دي.
XS
SM
MD
LG