د لاسرسي ځای

تازه خبر

مصریان د بري لاریون کوي


مصریان نن په پلازمېنې قاهرې کې د بري لاریون کوي چې د تېرې اوونۍ پر مهال د ولسمشر حسني مبارک له واکه لرې کول ولمانځي.
یوه اوونۍ وشوه چې مبارک استعفا ورکړې ده خو په مصر کې ژوند عادي حالت ته نه دی راغلی. په کوڅو کې اوس هم ټانکونه ولاړ دي، بانکونه او ښوونځي تړل شوي دي او کارګرانو کاربندیز اعلان کړی دی. د مصر د پوځ عالي شورا چې واک يې په خپلو لاسونو کې اخیستی دی د فعالینو له لورې د فشار ښکار ده. د پوځ عالي شورا ته فعالین وايي چې سیاسي بندیان دې خوشې کړي، بیړني قوانین دې لرې کړي او ژر دې پاک او ازاد انتخابات وکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG