د لاسرسي ځای

لیبیا: نن د غوسې ورځ ده: د حکومت ضد مظاهرچیان


په لیبیا کې د حکومت ضد فعالینو نن د غوسې د ورځې د لمانځلو غږ کړی دی.
دا اعلان پر داسې مهال شوی دی چې په یو شمېر عربو هېوادونو کې د سیاسي ناکرارۍ لړۍ روانه ده. په دې وروستیو کې د تیونس او مصر اوږدمهاله حکومتونه هم د احتجاجونو له کبله ړنګ شول. په لیبیا کې معمر قذافي له څلوېښتو کالونو راهیسې واکمن دی، په دې ډول نوموړی په عرب نړۍ کې د تر ټولو زیاتې مودې لپاره د هېواد مشر دی. په لیبیا کې د ولس له لورې د حکومت مخالفت یا احتجاجونه نایاب دي. د نني احتجاج اعلان په لیبیا کې فعالینو د انټرنيټي حجرو له لارې کړی دی. د نهې په ورځ لومړی احتجاج په بن غازي ښار کې شوی دی چې په کې د مظاهرچیانو او پولیسو ترمنځ نښتې هم شوې دي. د رپورټونو ترمخې په دې نښتو کې خوا و شا ۳۰ ژوبل شوي دي.
XS
SM
MD
LG