د لاسرسي ځای

مصر: په تاوتریخوالي کې ۳۶۵ کسان وژل شوي: د روغتیا وزارت


د مصر د روغتیا وزارت وايي په وروستیو ناکراریو کې ۳۶۵ کسان وژل شوي دي.
د جنورۍ له ۲۵ مې تر مسلسلو اتلسو ورځو په مصر کې د حکومت ضد احتجاجونه او لاریونونه وشول چې له کبله یې له دېرشو کالونو راهیسې واکمن ولسمشر حسني مبارک خپله دنده پرېښوده.
دا لومړی ځل دی چې د روغتیا د وزارت له لورې په مصر کې د وژل شويو سم او کره شمېر خپور شوی دی. د روغتیا وزیر احمد سامع فرید وايي دا د وژل شویو ولسي وګړو لومړی شمېر دی او په دې کې پولیس او زندانیان چې وژل شوي، نه دي شامل. همدا مهال د مصر دولتي رسنیو خبر ورکړی دی چې په هېواد کې به پوهنتونونه او ښوونځي د روانې میاشتې تر اووه ویشتمه تړلي وي. د دوشنبې له ورځې راهیسې په مصر کې بانکونه هم تړل شوي دي او ویل شوي چې د راتلونکې یک شنبې یا اتوار په ورځ به بانکونه بیا کار پیل کړي.
XS
SM
MD
LG