د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مهندو اجنسۍ کډوال خپلو کورونو ته ستنېږي


دمهمند اجنسۍ بې کوره شوي کډوال خپل کور کلي ته د ستنېدو په حال کې دي
دمهمند اجنسۍ بې کوره شوي کډوال خپل کور کلي ته د ستنېدو په حال کې دي
شاهنواز ترکزی مشال رېډيو مهند اجنسۍ

د مهندو اجنسۍ په انبار سیمه کې د امنیتي ځواکونو او ځايي لښکرو په مټ د امنیت پرځای کېدو وروسته د بې کوره شویو کډوالو ستنېدل پېل شوي دي.

پرون د فبرورۍ پر ۱۵ مه نېټه د نهې په ورځ نژدې ۲۰ کډې خلجو درو ته ورسېدلې.

د لوشا ځینو اوسېدونکو له مشال رېډیو سره په خبرو کې وویل چې د یوې میاشتې وروسته خپل کلي کور ته په بېرته ګرځېدو ډېر زیات خوشاله دي.

د مهندو اجنسۍ په انبار سیمه کې په امنیت راوستو کې ځايي لښکرو ته ډېر سخت ځاني او مالي تاونونه هم رسېدلي دی .

د ځايي امن لښکر مشر سلطان له مشال رېډیو سره په خبرو کې وویل ،” چې زموږ ډېر سکولونه وران شوي دي،کورونه مو وران شوي دي،نور مالي او ځاني تاوانونه هم ډېر راته اوښتي دي ،په کور کې چې له چا سره غوا وه یا بل څاروی وو دا ظالمان راغلل او هر څه له ځان سره یووړل.٬٬نوموړي زیاته کړه، چې په انبار کې د لښکر تر اوسه ۲۰۰ کسان وژل شوي دي او چې کله پوځ راغلی نو دوی ورسره د ۶۰۰ کسانو لښکر ورسره ملا وتړله .

د مهمند اجنسۍ پولیټیکل اجنټ امجدعلي خان مشال رېډیو ته وويل ،چې تر اوسه د وسلوالو طالبانو ۱۲۰ کسان وژل شوي چې دده په خبره اوه کمانډران پکې شامل دي.او وايي چې له ۳۰ نه تر ۴۰ پورې شرخوښي یې نیولي هم دي چې دده په خبره یو پکې ځانمرګی هم دی .چې تر الوزلو دمخه یې نیولی دی.

پولیټیکل اجنټ وايي له نیولو شویو کسانو پلټنې روانې دی او ډېر ژر به یې مېديا ته وښيي.

ځايي امن لښکر له سرکاره غوښتنه وکړه چې دوی ته دې سړکونه پاخه کړل شي،سکولان دې ورته خلاس کړل شي،هسپتالونه دې ورکړل شي، د څکلواوبو بندوبست دې ورته وکړل شي.
کوهیان دې ورته وکښل شي ټیوب وېلونه دې ورکړل شي،دوی ته دې د ټيلیفون ستنې ورکړل شي.

د مهمندو اجنسۍ پولیټیکل اجنټ د ځایي خلکو د غوښتنو په خواب کې وويل ،چې په سیمه کې به د پرمختیایي کارونو لباره به ګامونه پورته کوي او زیاتوي چې د مواصلاتي نظام د بحالولو لپاره یې لا د وړاندې ګامونه اخیستې دي.

دی وايي چې اېله په سیمه کې همدا اوس امن راغلی دی نو د ترقیاتي کارونو لړۍ به ژر پېل شي.
XS
SM
MD
LG