د لاسرسي ځای

د ایران لپاره د انټرنېټي حجرې ټوېټر فارسي پاڼه


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په انټرنېټي حجرې ټوېټر کې د فارسي پاڼه پرانيستې ده.
د دې کار موخه په ایران کې تر هغو کسانو رسېده بلل شوي چې د انټرنیټ پر مخ ټولنیزې ویب پاڼې کاروي. پر دې پاڼه په خپور شوي لومړي پیغام کې ویل شوي دي چې موږ غواړو ستاسو په خبرو اترو کې درسره برخه واخلو. په دویم او درېیم پیغام کې پر ایران له دې کبله نیوکه شوې چې په دې هېواد کې د مخالف نظر ساتل او مخالفت کول ناقانونه دي. په هم دې پيغام کې په مصر کې د مظاهرچیانو ستاینه شوېده. ویل کېږي چې دې پاڼې په دوه ساعته وخت کې شپېته مینه وال پیدا کړي دي.
XS
SM
MD
LG