د لاسرسي ځای

تازه خبر

مصر: پارلېمان ړنګ، اساسي قانون ځنډول شوی


په مصر کې د پوځ عالي شورا وايي چې په دې هیواد کې به د انتخاباتو تر کېدو پورې په واک کې پاتې کېږي.

دا پرېکړه د مصر د پوځ د عالي شورا په هغه غونډه کې شوېده چې تېره شپه ناوخته یې د دې لپاره را بللې وه چې په دې هیواد کې سیاسي حالات وڅېړي. تر غونډې وروسته پوځي چارواکو د دې هېواد پارلېمان ړنګ کړ او اساسي قانون یې معطله کړ. د دې هېواد په پارلېمان کې اکثریت د پخواني ولسمشر حسني مبارک د پلویانو دی. حسني مبارک د تيرې جمعې په ورځې د ولسمشر په حیث خپله دنده پر داسې مهال پرېښوده چې له اتلسو ورځو راهیسې د ده د حکومت پر ضد مظاهرې روانې وې. نوموړی دېرش کاله د مصر ولسمشر پاتې شوی دی. په پارلېمان کې د مخالفو ډلو یوه مخکښ عیام نور ، له رویټرز خبري اژانس سره په خبرو کې د پوځي چارواکو دا وروستۍ پرېکړه ستایلې او دا یې په دې هېواد کې د انقلاب لپاره یوه بریا بللې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG