د لاسرسي ځای

شاه محمود قریشي د ګوند له اصولو سرغړونه کړې: پیپلز ګوند


د پاکستان د پيپلز ګوند چارواکي وايي چې د بهرنیو چارو پخواني وزیر شاه محمود قریشي د دې ګوند له اصولو سر غړونه کړېده او د هغه پر ضد به سم ګام اخیستل کېږي.

د پاکستان پيپلز ګوند ویاندې فوزیه وهاب خبریالانو ته ویلي چې شاه محمود قریشي په دې ګوند کې نورهیڅ راتلونکې نه لري. فوزیه وهاب زیاته کړېده چې د بهرنیو چارو د وزیر په حیث هم د شاه محمود قریشي د کار په اړه پوښتنې موجودې وې. د هغې په وینا چې کله ولسمشر اصف علي زرداري د بهرنیو سفرونو په ترځ کې د مطبوعاتو له نیوکو سره مخامخ وو نو شاه محمود قریشي یې دفاع و نه کړه. شاه محمود قریشي د شنبې په ورځ د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ته د وروستي ځل لپاره تللی وو، او هلته یې ویلي وو چې پر نوموړي د پاکستان د ولسمشر د دفتر او د امریکايي حکومت له خوا فشار وو چې په لاهور کې د دوو کسانو په وژلو د تورن امریکايي رېمنډ ډېوس د مدافیعت پخلی دې وکړي . خو د هغه په وینا چې کله نوموړي له دې انکار وکړ نو دی له وفاقي کابینې و ويستل شو. د یادونې وړ ده چې شاه محمود قریشي له تېرو درو کلونو راهيسي د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وو خو په دې ورستیو کې چې حکومتي کابینه ړنګه کړل شوه نو نوموړی په کې بیا پر دغه دنده و نه ګومارل شو.
XS
SM
MD
LG