د لاسرسي ځای

تازه خبر

د نوښار په کڼه خېلو کې د هجرو محفلونه اوس هم تاوده دي


د نوښار ضلعې د چیراټ سیمه
د نوښار ضلعې د چیراټ سیمه

کڼه خېل له نوښار څخه شاوخوا د ۲۰ کلو میټرو پر واټن د غرونو په لمن کې اباد یو وړوکی خو ډېر ښایسته کلی دی.

په دې کلي کې خټک اوسیږي چې له پېړیو راهیسې دلته اباد دي او تر خپلو سپېځلو کلتوري او ټولنیزو قدرونو لاندې ژوند تېروي.

په دې کلې کې ډېرې معاشي هلې ځلې نشته او ډېر خلک یې د پنجاب او کشمیر په ښارونو کې محنت مزدوري کوي. د کلي شاوخوا د بهادر بابا ، مست بابا ، غالب ګل بابا او کاکا صاحب مزارونه دي.

پر دې مزارونو مېلې هم کیږي چې له ډېرو سیمو څخه ورته خلک راځي. هم دغه وجه ده چې په دې کلي کې د هجرو محفلونه ژوندي دي. او د سندرو او سازونو خواږه ترې په ګېر چاپیره سیمو کې خوریږي.

د زما کور او زما کلي اونیز پروګرام جوړونکی شاهین بونېری دی
XS
SM
MD
LG