د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سوات د یوې ویرلړلې کورنۍ کیسه


پاکستاني پوخيان د سوات په مینګوره ښار کې.۲۰۱۰م کال د فبرورۍ ۱۹ مه نېټه
پاکستاني پوخيان د سوات په مینګوره ښار کې.۲۰۱۰م کال د فبرورۍ ۱۹ مه نېټه
د پښتونخوا وطن سوات تل د ښکلا او ښایستو نندارو او منظرو نوم درلود خو د وسلوالو اورپکو طالبانو د راپورته کېدو وروسته چې د شرعي نظام د پلي کولو په نامه یې هلته په سلګونه بې ګناه خلک ووژل ،د ویرې او ترهې په سیمه بدله شوه.که څه هم هلته د پوځي عملیاتو ورسته د سوات ډېری برخې له وسلوالو اورپکو پاکې شوې، خو هغه ترخه یادونه چې د سوات او خوا شا نورو سیمو د اوسېدونکو په حافظه کې دي ،ښايی نه او س او نه په راتلونکې کې د دوی له ذهنونو ووزي.پر ما څه تېر شو وطنه په اونیزه خپرونې کې همداسې یوه کیسه د یوې سواتۍ مېرمنې ده چې د خپل نوم نه اخیستو په شرط یې له مشال رېډیو سره خپلې ترخې خاطرې شریکې کړې دی.
ددې اونیز پروګرام جوړونکی عبدالحی کاکړ دی
XS
SM
MD
LG