د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایراني چارواکي له ولسه ویرېږي: سپینه ماڼۍ


د امریکا سپینه ماڼۍ وايي د ایران دا ګام چې د مصر د نا کرارۍ خبرونه په خپل هېواد کې سانسوروي، وښيي په څه ډول ایراني چارواکي له خپلو وګړو ویرېږي.
د سپینې ماڼۍ ویاند رابرټ ګېبز وايي ایرانی حکومت د خپلو وګړو له غوښتنو ویرېږي. د ګېبز څرګندونې پر داسې مهال راغلي چې بي بي سي وویل ایران یې د مصر په اړه د فارسي ټیلي وېژن خپرونې سانسوروي. د ایران ولسمشر محمود احمدي نېژاد د جمعې په ورځ وویل د مصر ناکراري د اسلامي هېوادونو له ویښېدلو سره تړلې ده. نوموړي د ایران د اسلامي انقلاب د ۳۲ کالیزې پر مهال یوې غونډې ته وینا کوله.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG