د لاسرسي ځای

په مومندو کې د اورپکو پر ضد د پاکستاني پوځ د عملیاتو پر مهال شا و خوا څلوېښت (۴۰)زره کسان بېکوره شوي دي


په مومندو کې د اورپکو پر ضد د پاکستاني پوځ د عملیاتو پر مهال شا و خوا څلوېښت (۴۰)زره کسان بېکوره شوي دي.
په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې ویاندې دنیا اسلم خان مشال راډیو ته وویل، دا مهال د مومندو په نا کي او دانش کول کیمپونو کې د بېکوره شویو کسانو شمېر نهه دېرش نیمو (۳۹۵۰۰)زرو ته رسېدلی دی. نوموړې زیاتوي چې په کیمپونو کې د بېکوره شویو کسانو د نومونو د ثبتولو (رجسټرېشن) بهیر هم پیل شوی دی. د پاکستاني چارواکو له وینا سره سم، د تېرې میاشتې په ورستیو ورځو کې د اورپکو پر ضد عملیات پیل شوي دي. د مشال راډیو خبریال وايي عملیات په بره مومند او کوز مومندو کې روان دي چې په کې اورپکو، سرتېرو او ولسي وګړو ته مرګ ژوبله ور په برخه شوې ده خو د وژل شویو او ژوبلو سم او کره شمېر لا نه دی معلوم.
XS
SM
MD
LG