د لاسرسي ځای

د حسني مبارک د څوکۍ پرېښودو انکار او د مصریانو احتجاجونه


له هغې وروسته چې ولسمشر حسني مبارک له خپلې څوکۍ پرېښودو انکار وکړ، په مصر کې احتجاج روان دی او نن خلکو ژمنه کړې ده چې په ګڼ شمېر کې به راووځي.
احتجاج کوونکي وايي، ډېر کسان به د ولسمشریزې ماڼۍ پر لور لاریون وکړي. دا پر داسې مهال دی چې بېګا شپه ولسمشر حسني مبارک خپل مرستیال عمر سلیمان ته یو څه واک ورکړ او له ولس سره یې د اییني اصلاحاتو ژمنه وکړه. هلته په پلازمېنه قاهره کې په التحریر څلور لارې کې په ډلو ډلو خلکو بېګا شپه تېره کړې ده او دا احتجاج له تېرو څه د پاسه دوو اوونیو راهیسې روان دی.
د مصر دولتي خبري اژانس مینا وايي د هېواد پوځ لوړ پوړې شورا ویلي چې نن به خلکو ته یو مهم بیان ورکوي.
XS
SM
MD
LG