د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستاني پولیس وايي رېمنډ ډېوس چې تېره میاشت يې دوه کسان وژلي ول دا کار يې په خپله دفاع کې نه دی کړی


پاکستاني پولیس وايي هغه امریکايي وګړی چې تېره میاشت يې دوه کسان وژلي ول دا کار يې په خپله دفاع کې نه دی کړی لکه څنګه چې دی وايي.

د پنجاب د لاهور پولیس مشر اسلم ترین وايي، پلټنې وښیي چې دا د ښکاره وژنې معامله ده. د دې امریکايي معاملې، چې د پاکستانیانو له وینا سره سم، رېمنډ ډېوس نومېږي، د امریکا او پاکستان تر منځ کړکېچ زېږولی دی. امریکايي وګړی وايي دوه کسان یې ځکه ووژل چې د شوکې په موخه د ده په لور وراغلي ول. امریکا وايي دا کس سفارتي استثنا لري. تر دې مخکې نن یوه پاکستاني جج وویل چې رېمنډ ډېوس باید تر ۱۴ ورځو د پولیس په ولکه کې وي، او حکومت ته یې امر ورکړ چې دا جوته کړي چې نوموړی سفارتي استثنا لري او که نه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG