د لاسرسي ځای

تازه خبر

دمردان پېښې امنیتي اندېښنې راټوکولې دي


د مردان پوځي چاوڼۍ کې په خانمرکي بمي برید کې د وزل شویو پاکستاني پوځیانو د جنازې لمونځ ادا کېږي.
د مردان پوځي چاوڼۍ کې په خانمرکي بمي برید کې د وزل شویو پاکستاني پوځیانو د جنازې لمونځ ادا کېږي.
شاهین بونېری مشال رېډیو

مردان د پښتونخوا دویم غټ ښار او د خواشا ضلعو د ولسونو لوی کاروباري او تاریخي کلتوري مرکز دی.څه موده وړاندې د مردان په څنډو کې د پولیس لخوا د شکمنو ترهګرو پر وړاندې عملیات پېل شوي وو او داسې تمه کېده چې له دې سره به د مردان امنیت تر یوه څه ځایه خوندي شي.
خو د زیارت په ورخ د مردان په پوځي چاوڼۍ کې اوسني ځانمرګي بمي برید وښودله چې ترهګر په دغه ښار کې د بریدونو لپاره د وخت او موقعې په انتظار وو.

د مردان پخوانۍ ناظم حمایت الله مایار په سیمه کې د ترهګرو تنظیمونو د هلوځلو په اړه وايي ،”مردان د نورو ښارونو په پرتله پرامنه ښار دی.دلته د نورو سیمو غوندې وسلوالې دلې هم نشته .څه موده وړاندې د ښار په څنډو کې یو شمېر وسلوال وو خو پولیسو دهغوی پر ضد عملیات کړی،هغوی یې وژلي یا هم هغوی له دې ځایه تیښتېدلي دي.٬٬

د مردان له چاوڼۍ سره نژدې اوسېدونکي وايي د چاوڼۍ امنیت ډېر ټینګ نیول شوی دی د دوی په خبره هر څوک چې ،دغه کس یا خو په چاوڼۍ کې موجود وو یا هم له دېواله کېدای شي ور اوښتی وي.دوی وايی دلته ځای پر ځای پاټکونه لګېدلي او چاوڼۍ ته تلونکی هرکس تلاشي کېږي.

پاکستاني چارواکي وايي د مردان په پوحي چاوڼۍ کې د تېرې ورځې په خانمرګي بمي برید کې د وژل شویو شمېر له ۳۰ نه اوښتی او څه باندې ۴۰ نور ژوبل دي.پولیس وايي چې دا برید یوه کم عمره هلک کړی وو چې د سکول وردی یې اغوستې وه.

په مردان کې له دې وړاندې هم د چاوڼۍ په خواشا او دپولیس د سیمه ییز مشر په دفتر ځانمرګي بریدونه شوي دي.دغه ډول د احمدیانو عبادت خانه او دموسیقۍ دوکانونه هم په نښه شوي دي.ددغه ډول ځایونو په نښه کول د ترهګرو لپاره اسانه کار دی خو پوځي چاوڼۍ ته ننوتل او ځانمرګۍ بمي برید کول او په یوه داسې ځای کې برید کول چې د چاوڼۍ د کمانډېنټ دفتر ورسره جوخت دی ،د ترهګرو ډلو د صلاحیت او د حساسو ځایونو د امنیت ساتلو په اړه پوښتنې راپورته کړې دي.
د دفاعي چارو کارپوه بریګېډیېر ریټایرډ محمد سعد وايي،”پر پوځي چاوڼۍ برید د کمزوري سیکیوریټي له کبله رامنځ ته شوه او پوځ ددې ذمه وار دی٬٬
د مردان پوځي چاوڼۍ مخې ته یو پوځي د سوزوکي موټر پلټنه کوي چې د مردان پوځي چاوڼۍ کې د وژل شویو پوځیانو لپاره یې تابوتونه اخیستي دي

مردان د مالاکنډ ،مهمند او باجوړ د خلکو د تګ راتګ لاره له دې ځایه تېرېږي.د کاروباري هلو ځلو سره سره مردان تاریخي او کلتوري اهمیت هم لري.ددې سیمې د خلکو د صوبې په سیاسي ،معاشي او تغلیمي پرمختګ کې هم یو لوی کردار دی.
مردان کې د ترهګرۍ له پېښو وروسته د ښار اوسېدونکي هم د بې یقینۍ او ویرې سره مخامخ دي.په اوسنیو حالاتو کې د امنیتي ادارو لپاره لویه ننګونه دا ده چې ددې کاروباري او تاریخي ښار امنیت څنګه خوندي وساتي.
XS
SM
MD
LG