د لاسرسي ځای

د ولسي جرګې ټاکنې بیا ترسره کې.ي خو څه به کېږي.....


د افغانستان ولسي جرګې غړې د ولسمشر حامدکرزي وینا اوري.۲۰۱۰ م کال د نومبر ۲۴ مه نېټه

د افغانستان ولسي جرګې غړې د ولسمشر حامدکرزي وینا اوري.۲۰۱۰ م کال د نومبر ۲۴ مه نېټه

دافغانستان د ولسي جرګې د مشر د ټاکلو لپاره نن دجرګې د غړو دووټونو ورکول پیل کړل . دا معلومه نه ده چې دا ځل به د جرګې غړي د خپل مشر په ټاکلو کې بریالي شي او که نه ؟ تردې وړاندې څلور ځله دا بهیر ترسره شوی خو څه نتیجه یې نه ده ورکړې.
رپورټونه وايي د نن ورځې لپاره عبدالستار خواصي ، امان االه پیمان ، خالد پښتون ، ډاکټر مهدي ، منورشا بهادري او ملک ذاده ځانونه د ولسي جرګې د مشرۍ لپاره ټاکلي دي.
دافغانستان ولسي جرګه ۲۴۹ غړي لري او هغه کس یې مشري ترلاسه کولي شي چې د ووټونو په ورځ د موجودو وکیلانو د نیمايي نه یو ووټ زیات ترلاسه کړي.
XS
SM
MD
LG