د لاسرسي ځای

د مصر حکومت د کوششونو باوجود چې له تیرو دوو هفتو راهیسې روانې مظاهرې ارامې کړي ، په ( تحریر ) چوک کې لا هم د خلکو احتجاجونه دوام لري.
د تیر اتوار په ورځ حکومت د ځینو مخالفو ډلو سره ولیدل چې پکې لاقانونه ګرځول شوې ډله اخوان ال مسلمین هم شامله ده.
له دغو لیدنو څخه وروسته مخالفو ډلو وویل : د حکومت له خوا د بدلونونو راوستو کړې ژمنې کافي نه دي .
له تیرې شپې راهیسې په التحریر چوک کې یووار بیا سلګونه مظاهره کونکي راټول دي چې د ولس مشر حسني مبارک نه په د زغرده استعفی غوښتنه کوي.
هلته حکومت د مراعاتو د ورکولو ژمنه هم کړې چې پکې په ايين کې د اصلاحاتو راوستلو خبره هم شامله ده.
په هم دې حال کې سرکاري خبري اژانس ( مینا ) خبر ورکوي ، چې ولس مشر مبارک یوه تحقیقاتي ډله په دې مقصد ټاکلې چې تیره هفته په قاهره کې د خونړي تشدد پلټنه وکړي .
XS
SM
MD
LG