د لاسرسي ځای

په مصر کې بدلېدونکي حالات کوم لوري ته روان دي؟رویټر


د مصر د قاهرې په تحریر چوک کې حکومت ضد مظاهرچیان راغونډي دی د ۲۰۰۱۱م کال د فبروری ۴ نېټه

د مصر د قاهرې په تحریر چوک کې حکومت ضد مظاهرچیان راغونډي دی د ۲۰۰۱۱م کال د فبروری ۴ نېټه

رویټرز خبري اژانس رپوټ
ژباړه :بوریوال کاکړ


رویټرز خبري اژانس د رپوټ په پیل کې لیکي چې په مصر کې د جنورۍ میاشتې له ۲۵ نېټې را پورته شوې د احتجاج لړۍ نه یوازې په عربي نړۍ کې ترټولو په زیات نفوس لرونکي دې هیواد کې حالات غیریقیني کړل بلکه په منځني ختیځ کې یې سیاسي نقشې ته هم نوی رنګ ورکړ.

ولسمشر حسني مبارک دوې مهمې ژمنې وکړې. لومړۍ دا چې د روان کال د سپټمبر په میاشت کې به په ټاکنو کې برخه نه اخلي او دویمه دا چې تر وخت له مخه به په هیواد کې سیاسي اصلاحات رامنځ ته کوي. خو په سلګونه زره کسان د دې لپاره احتجاج کوي چې نوموړی دي هم دا اوس واک پرېږدي.

رویټرز خبري اژانس په دې رپوټ کې په مصر کې د څلورو سیاسي خطرو په اړه څېړنه کړېده. رویټرز لومړۍ موضوع په دې هیواد کې د واک د بدلون را اخلي.

د مصر ولسمشر حسني مبارک په ملک د راپورته شویو مظاهرو وروسته قوم ته وینا کوي


په واک کې بدلون

رویټرز لیکي چې ولسمشر حسني مبارک د جنورۍ میاشتې پر ۲۹ نېټه خپله کابینه ماته کړه او د استخباراتو مشر عمرسلېمان یې د مرستیال ولسمشر په توګه وټاکی کومه چوکۍ چې نوموړي په ۱۹۸۱ م کال کې له ولسمشر جوړېدو راهیسې خلاسه پرېښې وه.

په ټول مصر کې چې کله د حکومت پر ضد لاریونونه پیل شو نو ولسمشر حسني مبارک اعلان وکړ چې دی به په سپټمبر کې د خپلې ولسمشریزې دورې له پای ته رسېدو وروسته له واک څخه لاس پر سر شي.

مرستیال ولسمشر عمر سلېمان احتجاج کوونکو ته په وینا کې ویلي ، اوس هغه وخت دی چې دوي له احتجاجونو لاس واخلي او خپلو کورونو ته ستانه شي. هغه د اخوان المسلمین په ګډون داپوزېشن له نورو ډلو سره د خبرو اترو وړاندیز کړی ، او د ولسمشرۍ لپاره تر ټاکنو وړاندې په آیین کې د بدلونو په شان د اصلاحاتو ژمنه یې کړېده.

خو د مصر په کوڅو په ځانګړې د پلازمېنې قاهرې په تحریر څلورلاره کې لا احتجاج دوام لري او هلته موجود د حکومت ضد کسان وايي چې دوي به خپل احتجاج هغه وخت پای ته رسوي چې ولسمشر حسني مبارک له واک څخه لاس واخلي.

امریکا چې مصر ته هر کال د پوځي مرستو په بڼه کې شاوخوا یو اعشاریه پنځه میلیونه ډالر ورکوي په دې هیواد کې په واک کې په منظمه توګه د بدلون غوښتنه کړېده او د پردې ترشا هڅه کوي چې تر وخت له مخه ولسمشر حسني مبارک خپله دنده پرېږدي خو نوموړی د واک پرېښودو څخه انکار کوي.

امکان شته چې ولسمشر حسني مبارک خپل واک مرستیال ولسمشر عمر سلېمان ته وسپاري خو د احتجاج کوونکو لوی شمېر په دې نظر دي چې عمر سلېمان هم د ولسمشر حسني مبارک د حکومتي نظام برخه دی. که چیري عمر سلېمان هم ونه منل شو نو بیا د دې امکان شته چې پوځ خپل مشر سمیع عنان رامنځ ته کړي.

دا کار پر امریکا ښايي چې ښه ونه لګیږي خو هغوي به دې ته د نوي پارلمان تر ټاکل کېدو کېدائ شي غاړه کښېږدي.


نوي سیاسي ځواکونه

رویټرز دویمه موضوع په دې هیواد کې د نوو سیاسي ځواکونو څېړي. رویټرز لیکي چې دا تر اوسه نه ده څرګنده چې کوم ګوندونه به مخې ته راځي.

په مصر کې د اپوزېشن رسمي ګوندنه ، لا هم کمزوري او وېشلي دي او یا هم ځينو یې ولسمشر حسني مبارک ته غاړه ایښې ده.

هم دا ډول ځیني لوړپوړي شخصیتونه هم رامنځ ته شوي دي لکه د نوبل جایزې دوه ګټونکي پخوانی ډپلومېټ محمد البرادعي او دویم روشن فکره احمد زیوېل دی. د عربي ټولنې مشر او د بهرنیو چارو پخوانی مشهور وزیر عامر موسی کېدائ شي چې په دې لړ کې سیاسي رول ولري. تر ټولو منظمه ډله اخوان المسلمین دي خو د هغوي ښکاره ملاتړ او په خپلو کې دننه یې پيوستون هم څرګند نه دی. او دا هم نه ده څرګند چې د ولسمشر حسني مبترک پر ضد په دې اوسني احتجاج کې په ځنډ سره برخه اخیستونکې ډله اخوان المسلمین په راتلونکي کې یا اوس واک ترلاسه کول غواړي او که نه. د اخوان المسلمین پخوانۍ تګلاره دا پاته شوې چې د مصر د ټولو مسلمان مېشتو سیمو ملاتړ ترلاسه کړي او له مصر څخه یو اسلامي او جمهوري هیواد جوړ کړي.

کورنۍ ننګونې

رویټرز د دې رپوټ په دریمه برخه په مصر کې د کورنیو ننګونو موضوع ته کتنه کوي. رویټرز لیکي چې په مصر کې ټولنیزې ، اقتصادي اوفرقه ییزې ستونزې لا نه دي هواري شوي.

نوی رامنځ ته کېدونکی حکومت به د روزګار لپاره له پرېشانۍ سره د مخامخ ۸۰ ملیونه ابادۍ مقابله کوي او د هغوي د ژوند په معیار کې به ښه والی رامنځ ته کوي.

د قاهرې په تحریر چوک کې حکومت ضد مظاهره چیان او حکومت پلوي پر یوه بل کاڼي غورزوي.د ۲۰۱۱م کال فبروی دویمه نېټه



په دې هیواد کې د ناکرارۍ له رامنځ ته کېدو وروسته اقتصاد راټیټ شوی دی بېنکونه او سټاک ایکسچېنج تړل شوي وو. د مالیي نوي ټاکل شوي وزیر د ۸۰۴ میلیونه ډالرو فنډ د دې لپاره جوړ کړی دی چې له مخې یې له هغو خلکو سره مرسته وشي چې د تاوتریخوالي په پېښو کې ورته زیان اوښتی دی.

په مصر کې د خوراکي توکو په قېمتونو کې هم شل فيصده زیاتوالی رامنځ ته شوی دی او دا بییه د مصري خلکو لپاره ځکه هم زیاته ده چې هغوي هر کس په څه کم یوه ډالر ورځ تېروي.

نوي حکومت ته به دا هم کول په کار وي چې د کاروبار لوېدلی حالت بیرته راپورته کړي ، د پاونډ سیکې دفاع وکړي ، او وېرېدلي سېلانیان وهڅوی چې مصر د سیل لپاره خوندي ځای دی .

په مصر کې د قاهرې په تحریر چوک کې مظاهره چیانو په یوه تصویر کې ولسمشر حسني مبارک د جرمني له اېډولف هيټلر سره پرتله کړی.


بهرنۍ تګلاره

رویټرز د خپل رپوټ په وروستي موضوع کې د مصر بهرنۍ تګلارې ته کتنه کوي. رویټرز لیکي چې د ولسمشر حسني مبارک پر ضد احتجاج کوونکي یوازې د مصر کورنیو حالاتو ته په قهر وو ، او هغوي د اسرایل او امریکا پر ضد شعارونه ورنه کړل.

اخوان المسلمین چې ځان ته پر تشدد باور نه لرونکي وايي او د فلسطین د حماس له ډلې سره اړیکي لري هم د اسرایل د دښمن په توګه پر پېژندګلوۍ سربېره دا غوښتنه نه ده کړې چې مصر دي له اسرایل سره د ۱۹۷۹ د امن تړون مات کړي.

که چیري په مصر کې پوځي کودتا وشي نو بیا د دې امکان ډېر کم دی چې دغه هیواد دي له امریکا او اسرایل سره هغسې اړیکي ولري لکه څنګه چې یې د ولسمشر حسني مبارک په دوره کې درلودلې دي. خو لږ شمېر مصریان په دې نظر دي چې مصر دي له اسرایل سره د جګړې حالت ته ولاړ شي او له امریکا سره دي اړیکي وشلوي.

نوی حکومت به پرېکړه کوي چې د حماس تر واک لاندې د غزې له تړانګې سره خپله پوله څه ډول وساتي کومه چې مصر له ډېره وخته د اسرایل له خوا د خاورې د ساتلو له کبله تړلې ده.

دا به تر وخت له مخه خبره وي چې په مصر کې بدلېدونکي حالات به له لویدیځ ، اسرایل او نور منځني ختیځ سره د دې هیواد پر اړیکو څه اغېزه وکړي.

XS
SM
MD
LG