د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سلام پور لاسي صنعت د ملک دننه او د باندې شهرت لري


د سوات او ایلم ترمنځ مشهور غر ایلم چې په لمن کې یې د سلام پور کلی پروت دی
د سوات او ایلم ترمنځ مشهور غر ایلم چې په لمن کې یې د سلام پور کلی پروت دی

د سوات او بونېر تر منځ د ایلم مشهور غر دی. د دې غره په لمن کې د سلام پور کلی دی چې ورته د هنرمندانو کلی هم ویل کیږي ، او د دې ځای په لاس جوړ شوي څادرونه ، شالونه ، او قمیصونه په ملک کې دننه او له ملکه بهر ډېر مشهور دي.

د کلي ټوله ابادي په دولس زره خلکو اډاڼه لري. د کلي لوی او واړه هر سهار په خپلوپټیو کې خپل کار پیلوي او تر ناوخته په کار بوخت وي.

سلام پور د سېل ګرانو د خوښې ځای دی او هر کال هلته په سلګونه خلک ورځي. د کلي له ښائیست څخه خوندونه اخلي او د هغه ځای په لاس جوړ شوي څیزونه اخلي او خپلو خپلوانو ته یې په تحفه کې ورکوي.

د زما کور او زما کلي اونیز پروګرام جوړونکی شاهین بونېری دی

زما کور زما کلي پروګرام کې د سلام بور کلي کیسه دلته اورېدلی شی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:10:16 0:00
د ډاېرېکټ لېنک
XS
SM
MD
LG