د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کورغنډل (الو وېرا) بوټې د هر رنځ دوا دی


پښتونخوا:په سوات کې د کورغنډل بوټۍ .۲۰۱۱م کال د فبروري اتمه نېټه
پښتونخوا:په سوات کې د کورغنډل بوټۍ .۲۰۱۱م کال د فبروري اتمه نېټه


ژباړه ملیحه امیرزاده
مشال رېډیو

د دارو او درملو دپوهنې بنیاد ایښودونکي پارسیلسس ویلې وو دانسان د ښه صحت لپاره هر څه په طبعیت (فطرت) کې پیدا کیږي. او ددغه ټولو ضروري شیانو موندنه د ساینس لپاره یو چیلنج دی .

زموږ په هم دغه طبیعیت کې پیدا کیدونکې د کورغنډل( الو وېرا) د بوټي نوم د یادونې وړ دي.چې د بوټو پیژندپوهنه کې ) الو باربا ډېنسیز ) په نامه هم یادیږي، دومره ګټې لري چې انسان ورته حیران شي.

دغه بوټو رېښه له افریقایی هیوادونو څخه ده چې د تحقیق تر مخه تقریبا ۳۰۰ قسمونه لري. د دې نه د انساني وجود ډیرو برخوته ګټې رسیږي. د کورغنډل د بوټې خوند تریخ وي نو ځکه په اخلي پخلي کې نه استعمالیږي. خوهم بیا ډیرې طبي ګټې لري.


د کورغنډل بوټې د وټامن بې ۱۲ تر څنګ نور ډیر داسې اجزا او معدني مواد لري چې د انساني وجود د ودې او ښه کار کولو لپاره ضروري وي.په دې کې پروټین ( لحمیات)، کېلشیم، میګنیشیم، زینک، امینو ایسيډ، وټامین اې، او اي شامل دي. په ټوله نړۍ کې ساینسي تحقیق دا ثابتوي چې دا یو داسې ارام ورکونکې دارو دې چې په ډیرو مرضونو کې کارول کیږي.

د کومو اجزا نه چې دا بوټې جوړ دې، پکې یو قدرتي اینټې آکسډنټ لري چې د بیلا بیلو ناروغیو مثلا د هضم په نظام کې مسلې، د هډوکو ناروغۍ، د شکرې ، سرطان او د ایډز غوندې مرضونو کې فایدې ورکوي. دا د انسان وجود یو د ډیر ښه پاکونکي دارو په توګه هم کار کوي چې د معدې، اینه،تورې ، تریخې او د ګردو نه فضلا پاکوي.

د کورغنډل بوټي طبي ګټې د دې پاڼو په پيو يا جیل کې پرتې وي. د دې پيو نه بیلا بیل شربتونه هم جوړیږي چې څکل یې ډېر ګټور دي.داشربتونه په بازارونو کې خرڅيږي او په لویدیځ کې ډیر شهرت لري.

د دې بوټې نه تر لاسه شوې شربتونه په یو شمیر کریمونو، جېلونو او په شیمپووانو کې هم استعمالیږي. نو دا ډول دا د میرمنو د سنګار په شیانو کې هم کارولې شي.

د کورغنډل ګتې ماشومان، مشران او بوډاګان ټول تر لاسه کولې شي چې په اړه یی نورې ساینسي څیړنې هم روانې دي.
XS
SM
MD
LG