د لاسرسي ځای

تازه خبر

کالاش- د ښاپېرو وطن


کلاشیان د سپرلي میله لمانځي.۲۰۱۰م کال دمارچ میاشت
کلاشیان د سپرلي میله لمانځي.۲۰۱۰م کال دمارچ میاشت
شاهین بونیری مشال رېډيو

کالاش د پښتونخوا په چترال ضلع کی د هغه سیمې نوم دی، چی د کلشو قبیلې پکې ژوند کوي . یو وخت داسې وو چی د ا خلک د افغانستان د نوریستان ولایت نه د هندوکش د غرونو د اوږدې لړۍ په دا ټوله سیمه کی دېره وو . خو اوس ددوی ابادي یوازې تر دریو درو رنبور،بریر او بمبوریت پورې محدوده ده.دوی کالاش ژبه وایی چی د هندی-آریایی ژبو د ډارډیک کورنۍ سره تړاو لری.

د خیبر پښتونخوا په شمال کالاش کې یوه پیغله د سپرلي میله کې ګډون ته روانه ده.

کالاشیان یو ځانګړی کلتوري او ټولنیز ژوند لري . دوی د فطرت عبادت کوي او د ښایست په منظرونو کی د ژوند معنی لټوي . د هر موسم هرکلی په ګډاګانو او سندرو کوي او د نن دور د بې کرارۍ په دور کی د امن او انسان سره د مینې ژوندي علامتونه دي .

ځینې تاریخ پوهان وایی، دا خلک له سکندر اعظم سره د یونان نه دلته راغلي وو او بیا هم دلته پاتې شو خو ځینې نور بیا وایی، چی دوی هم ددی سیمی ځایی خلک دي او د پیړو پیړو نه د هندوکش د غره لمنو ته د خپل جلال او جمال رنګونه ورکوي .

د کالاشیانو د ولسي او کلتوري ودې د يوې ټولنې مشره لکشن بي بي وایي، سیمه کی د بی کرارۍ او ماحولیاتي بدلون له کبله له ډیرو ننګونو سره مخامخ دي .
نوموړې زیاتوي په خیبر پښتونخوا او ګاونډي هیواد افغانستان کی د سخت دریځو هلې ځلې په ډېرېدو دي او کالاشیان فکرمند دي څنګه کولی شي په دغه حالاتو کی د ژوند کاروان مخ پروړاندې بوځي .

په تېر سپرلي کې چی کله زه بمبوریت ته لاړم نو ومي لیدل چی د کالاشیانو د خاورو ګټو د کورونو ګېر چاپېره سیمو کې د يو شمېر جماعتونو او دیني مدرسو تعمیرونه د جوړېدو په حالت کی وو .
XS
SM
MD
LG