د لاسرسي ځای

تازه خبر

په افغانیستان کې د پاکیستان پرته بری مومو.امریکایی جنرال


امریکایی ځواکونه د کندهار په ژېړۍ ولسوالی کې په یوه خالي کور کې په چونکو توکیو پسې ګرځي.۲۰۱۰م کال ۲۸م ډسمبر
امریکایی ځواکونه د کندهار په ژېړۍ ولسوالی کې په یوه خالي کور کې په چونکو توکیو پسې ګرځي.۲۰۱۰م کال ۲۸م ډسمبر
ژباړه:قاسم خان مندوخېل مشال رېډیو
په افغانستان کې د امریکایي پوځ یو لوړپوړی جنرال وایي، که پاکستانی پوځ په شمالي وزیرستان کې د وسلوالو اورپکو پروړاندې پوځي عملیات وهمنکړي نو بیا هم په افغانیستان کې جګړه ګټلای شي.
د اخبره دجنورۍ پر لومړی نېټه په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو لوړپوړي جنرال ډېوېډ رودریګز په پنټاګون کې خبریالانو ته وکړه او هغه دا حقیقت په ډاګه کړ، چې امریکا نور له دې مفکورې لاس اخیستی، چی اسلام اباد به د ترهګرو پر وړاندې ګام پورته کړي.

د پاکستان په سرحدي سیمو کې د بې پیلوټه امريکایی الوتکو له خوا د پرله پسې بریدونو په اړه چې امریکایي چارواکي یې رسما نه تاییدوي څه ونه ویل، خو دایې ومنله چې په دې برخه کې د یوه پلان اړتیا شته.


هغه زیاته کړه، د دې لپاره چې د ترهګرو د پټو مرکزونو اغیز راکم کړای شي، د پولې افغان غاړې ته د امریکایي او افغان ځواکونو پراخو هلوځلو ته اړتیا ده.

د اسوشیېټډ پرس خبري اژانس د راپور له مخې امریکا په بیا بیا پر پاکستان زور راوړی ، چې په شمالی وزیرستان کې پوځي اقدامات زیات کړی.

دا هغه سیمه ده، چی د امریکا د وسله والو ځواکونو لوی درستیز اډمېرال مایک مولن څه موده وړاندې د ترهګری اصلي ځاله بللې وه او ویلې وو، چې په دی سیمه کې وسله وال اورپکي بریدونه تنظیموي او وروسته د پولې بله غاړه په افغانستان کې یې عملي کوي.

مایک مولن تیره میاشت خبریالانوته واضح ویلي وو، چې امریکا په افغانستان کې ترهغو نه شي بریالی کیدای، چې په پاکستان کې د ترورهګرو پټ مرکزونه له منځه نه وي تللي.

ډېرګومان کیږي، چې اسامه بن لادن او د هغه نور مهم همکاران به په دې سیمه کې پټ وي.

امریکایي جنرال رود ریګوز پاکستان ته په اشاره وویل، موږ له دې هیواده غواړو، چې زیات څه ترسره کړي، موږ به بیا هم د وی دی ته وهڅوو، چی په دې برخه کې هڅې زیاتې کړي.

خو د ده په باور له دې پرته هم د پاکستان د تیرکال پوځي هڅو ښه نتیجه ورکړې او که د پاکستان پوځ لکه د نورو سیمو په شان شمالي وزیرستان ته هم خپل عملیات غزولي وای ، دې کار به له موږ سره ډیره مرسته کړې وای.

په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو جنرال دغه راز وویل، چی امریکایي، افغان او پاکستاني ځواکونه باید د سرحد په اوږدو کې د وسله والو پرضد په حملو کې همغږي ته دوام ورکړي.

د هغه په وینا دغې همغږی ته ځکه اړتیا ده، هغه ولایتونه چې له پاکستان سره پوله لري باید پرامنه شي چې د امنیتي چارو مسولیت افغان امنیتي ځواکونو ته وسپارل شي.
XS
SM
MD
LG