د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچیستان امنیتي حالات مخ په خرابېدو دي؟


باکیستاني امنیتي ځواکونو یو عسکر په کوټه کې دبمي چاودنې د بېښې له ځای سره ۲۰۱۰م کال ۲۷ اکتوبر
باکیستاني امنیتي ځواکونو یو عسکر په کوټه کې دبمي چاودنې د بېښې له ځای سره ۲۰۱۰م کال ۲۷ اکتوبر

خدای نورناصر مشال رېډیو

په صوبه کي له تېروڅه نا څه ۱۰ کلونو راهیسي بلوڅ ملت پالو دحکومت پرضدوسله واله مبارزه پیل کړېده،خو ځيني نور بلوڅ ملت پاله ډلې بیا د پاکیستان له آئين سره سم دپارلیمان له لاري دبلوچستان دحقوقوغوښتنه کوي.

دبلوڅ ملت پالو ویناده، په دې هیواد کي په هردور کي له بلوچستان سره دمېرني ورور په څيرسلوک شوی،او ددوي په خبره ( دصوبې پر طبعي زېرمو(چي ګېس ،سره زر،سکاره (کویله ( او ګڼ نور وسایل دي د پاکیستان مرکزي حکومت په خاصه توګه پنجاب خپله قبضه کړې ده.

بلوڅ سیاسي جنګیالان



بلوڅ ملت پالي ادعاکوي چې له لومړۍ ورځې د بلوچیستان پر طبعي زېرمو دوی ته حق نه ورکول کېږي.هغه ملتپاله ډلې چي په وسله واله مبارزه يې لاس پورې کړی په هغوی کې بلوچستان لبریشن آرمي (بي ایل اې) ، بلوچستان لبریشن يونائيټدفرنټ )بي ایل يو ایف) ،بلوچستان ریپبلکن آرمي (بي آر اې)، بلوچستان لبریشن فرنټ) بي ایل ای (،بلوچ نیشنل فرنټ (بي این ایف) اوداسي نوري ډلي شاملي دي.

دغه وسله والوډلو له هغه وروسته په وسله واله مبارزه پیل وکړ، چي په ۲۰۰۶ میلادي کال کي دپوځي عملیاتوپه ترڅ کي سپین ږیری بلوڅ ملت پال نواب اکبرخان بګټي ووژل شو. له دې پېښې وروسته د بلوڅ ملتپالو لخوا وسلوالې مبارزې نور زورواخیست ،ډ پاکیستان پر امنیتي ځواکونوبریدونه او دناامنۍ په نورو پېښوکي هم زیاتوالی راغی.
يادو شویووسله والوډلو دناامنۍ په دې پېښوکي په هدفي وژنوپیل وکړ، اوپه دې پېښوکي يې هغه کسان په نخښه کړل، چي تعلق يې له پنجاب صوبې سره وو.پر سرکاري ودانيو،امنیتي چوکیو، پر سرکاری چارواکواوتردې چي دبلوچستان په ګورنر نواب ذوالفقارعلي مګسي او وزیراعلی نواب اسلم رئيساني باندي يې هم بریدونه وکړل.

دهدفي وژنوپه پېښوکي په سلګونه کسان ووژل شول چې ډېری یې په بلوڅ مېشتو سیمو کې اوسېدونکې پنجابابیان وو چې په دې صوبه کې له لسیزو راهیسې له خپلو کورنیو سره ژوند کوي.دلته نه یوازې د دوی پرحمامونو بریدونو وشول، بلکې ددوي پرکورونو هم څوڅوواره دلاسي بمونو بریدونه شوي چي په کې د ماشومانو او ښځو په ګډون په لسګونه کسان وژل شويدي.

دبلوچستان په ناامنيوکي يوه بله لویه ستونزه په دې صوبې کي دسیاسي کارکوونکو تري تم (لادرکه) کېدل اوبیا وژل کېدل دي، چي له بیلا بیلو سیموڅخه يې خراب شوي مړي موندل کېږي.بلوڅ ملت پالي ادعاکوي ددوي په زرګونوکسان داوخت تري تم (لادرکه) دي، اويوازې په تېروپنځومیاشتوکي يې تر ۸۰ پوري ددغسي تري تم کسانو خراب شوي مړي په لاس ورغلي دي.

په دې لړکي هم یو شمېر کمیټۍ جوړي شوې، خوبلوڅ ملت پالي وايي دنورووعدوپه څېردمرکزي حکومت دغه وعده هم تش خبرې دي او عملي بڼه یې نه ښکاري .
خودپاکستان حکومت بیاددغو ورکو کسانوشمېر تردې څوچنده کم یادوي.بلوڅ ملت پالي دوژل شویو اولادرکه کېدوتور دپاکستان په استخباراتي ادارولګوي، خومرکزي اوصوبائي حکومتونه دواړه وائي د تري تم کېدو اوبیاوژل کېدو په لړکي پلټني کوي، او له ترپلټنو وروسته به ووايي چي ترښا یې دچالاس دی.

په دې لړکي هم یو شمېر کمیټۍ جوړي شوې، خوبلوڅ ملت پالي وايي دنورووعدوپه څېردمرکزي حکومت دغه وعده هم تش خبرې دي او عملي بڼه یې نه ښکاري .
برسیره پردې چي دپاکیستان پیپلز ګوندله خوادواکمنۍ ترحاصلولو وروسته ددې صوبې له اوسېدونکيوڅخه دنورو حکومتونوله خوادوي ته په پوره حق نه ورکولوباندي بخښنه هم وغوښتل شوه، او ویلي یې وو چې له دې وروسته به له دې صوبې سره نور دمیرني ورور سلوک نه کېږي.
په همدې لړکي دمرکزي حکومت له خواد صوبې لپاره دبلوچستان پېکېج په نامه د یوې خصوصي اقتصادي پنډه کۍ اعلان وشو،په دې) پنډه کی (کي دبلوچستان دشاوخواپنځه زره بېروزګاره ځوانانولپاره دنوکريواعلان وشو. خو هغه مهال دډېری بلوڅ ملت پالواوپښتنوسیاستوالو له خوا دا یو ناندرییز(اختلافي) پیکیج وبلل شو او پښتنواوبلوڅو سیاستوالو له یوې مخې ردکړ.

که څه هم په دې پيکیج کي دبلوچستان دشخړي هواري لپاره له ناراضه بلوڅانو سره دخبرواترو ذکرشوی دی، خونن هم نه يوازې هغه سیاسي ګوندونه چي په صوبائي حکومت کي نشته،بلکې په حکومت کې شامل سیاسي ګوندونه هم وايي تردې دمه لا هیڅ هم نه دي شوي. او په دوی کې ډېری ګوندونه وايي، حکومت دبلوچستان شخړي هوارولو لپاره مخلصه نه دی،او خپله په حکومت کي ناست سیاسي ګوندونه وایي دوي ته مرکزي حکومت لا هیڅ واک نه دی ورکړی چې له ناراضه بلوڅانو سره خبري وکړي.نو په داسې حالاتو کې چې د روغې جوړې خبرې څومره ځنډېږي هومره په بلوچستان کې شخړه اوږدېږي،او د ناامنیو پېښې پسې ډېرېږي.
XS
SM
MD
LG