د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سلمان تاثير وژنه د زغم لرونکي پاکستان په تابوت وروستی ميخ وو.شیربانو


د پنجاب وژل شوی ګورنر سلمان تاثير له عېسوۍ مېرمنې اسییه بي بي سره چې حضرت محمدص ته د سپکاوي په تور د مرګ تر سزا لاندې ده.
د پنجاب وژل شوی ګورنر سلمان تاثير له عېسوۍ مېرمنې اسییه بي بي سره چې حضرت محمدص ته د سپکاوي په تور د مرګ تر سزا لاندې ده.


نيويارک ټايمز ورځپاڼه :شير بانو تاثير

ژباړه :بشير ګواښ مشال رېډیو

د پاکستان د پنجاب صوبې د وژل شوي ګورنر سلمان تاثير د لور شيربانو تاثير يوه ليکنه خپره کړې او د خپل پلار د شخصیت او نظريې په اړه یې خبرې کړې .دا وايي د هغه نظريات دې مړه کيدو ته نه پرېښودل کېږي.
شيربانو تاثير ليکي چې د نوموړې پلار د هغه خپل ساتونکي په ۲۷ ګولیو ووژلی. ساتونکي ممتاز قادري يو ترخه شيطاني مسکا وکړه او ځان يې پوليسو ته وسپاره. شير بانو ليکي چې د هغې پلار او د پنجاب ګڼ ميشتې صوبې ګورنر سلمان تاثير د دې د ورور شهريار تاثير د ۲۵ کلیزې (سالګرې) په ورځ ووژل شو. شيربانو ليکي چې ممتاز قادري په همغه سهار د هغې د پلار د ساتنې په دنده ګمارل شوی وو.

شير بانو په خپله ليکنه کې ليکلي چې که څه هم قادري او ملګري يې د نوموړې د پلار په وژنه خوشاله دي خو دوی د هغې د پلار او يا هم د هغه ميليونونو خلکو غږ چې په يو سيکولر پاکستان باور لري ، نه شي خاموشه کولی.

شير بانو د خپل وژل شوي پلار په اړه ليکي، چې د هغه ژوند له هلو ځلو، کوښښونو او مبارزې ډک وو او هغه خپل ژوند له ډيرو ناکاميو وروسته د برياليتوب پر لاره روان کړی وو.

دې ليکلي چې سلمان تاثير د پاکستان پيپلز ګوند چې ذوالفقار علي بوټو په ۱۹۶۰ مو کلونو کې جوړ کړ، له لومړيوو غړو څخه وو. د شيربانو په وينا پلار يې يو روڼ اندی، دانشور، ليکوال او د ورځپاڼې خپرونکی وو. د ليکوالې په وينا سلمان تاثير د ډيموکرېټيک سوچ درلودو له امله زنداني شوی هم دی. شیربانو د خپل پلار د زنداني کيدو يوه بيلګه راوړي او ليکي چې په د پخواني ډيکټېټر ضيا الحق په وخت کې د لاهور په يو جيل کې شکنجه کيده او په خوراک کې ورته نيمه ډوډۍ او نيم پليټ بې خونده دال ورکول کيدی . شيربانو ليکي چې مور ته يې ځله چارواکو ويلي وو چې سلمان تاثير مړ شوی دی خو هغې په دې خبرو کې هيڅکله باور نه کاوه.

شير بانو زياته کړي چې مور يې بيا د دغه زندان د يو مهربانه جاروکش سره رابطه وکړه او له هغه يې وغوښتل چې تاثير ته د نوموړي يو خط ورسوي. د شيربانو په وينا دا خط د هغې پلار ته ورسيد او هغه يې په ځواب کې وليکل، چې دی له لرګي نه دی جوړ چې داسې زر وسوځي. شيربانو وايي چې پلار يې رښتيا هم همداسې وو. ماتول يې ممکن نه وو.

شير بانو د نيويارک ټايمز په ورځپاڼه کې په دې ليکنه کې د خپل پلار په اړه زياتوي، چې هغه به د خپلې ترور د خاوند فيض احمد فيض دا شعر هر وخت تکراراوه چې تشريح يې څه داسې ده چې که ستا په پښو کې زنځيرونه هم وي نو بيا هم ته مه ودريږه. مه وېرېږه . مزل کوه. که شهيد کيږي هم د خپل ژوند له مقصده لاس مه اخله. شيربانو وايي چې همدغه وجه وه چې پلار يې د پنجاب د ګورنر په حیث لومړنی سړی وو چې په ډيرو خلکو کې را اوچت شو او د يو کس ترڅنګ ، چې درد منه شوي وه ، ودريد.

شيربانو په خپله ليکنې کې په پاکستان کې د زلزله ځپلو او سيلاب ځپلو پوښتنه کوله او د هغوۍ سره د مرستو لپاره يې سوداګر هڅول. د نوموړې په وينا پلار يې د هغه احمديانو د ټپيانو پوښتنه هم کوله چې محمد (ص) ته په سپکاوي تورن دي او څه موده مخکې پرې بريدونه وشول او ۸۶ کسان يې ووژل شول.

د شيربانو په وينا پلار يې په پاکستان کې په نافذه د ناموس رسالت پر قانون دا نيوکې کولي چې بې ځايه او په غلطه توګه کاريږي خو د هغه خبرې داسې تعبير شوي چې ګني د محمد صلی الله عليه وسلم په خلاف خبرې کوي او اوس چارواکي وايي چې د ناموس رسالت په اړه د هغې د پلار نظر د دې لامل شو چې قادري هغه ووژني.

شيربانو ليکي، خلک داسې وايي چې د سلمان تاثير وژنه د زغم لرونکي پاکستان په تابوت وروستی ميخ وو. د پاکستان د روڼ اندو او ليبرل خلکو اواز به اوس خاموشه شي خو د شيربانو په وينا دوی يوازې يو اتل سړی ښخ کړی نه هغه سوچ چې نوموړي نورو ته سپارلی.

شيربانو پوښتنه کوي چې که په يو هيواد کې له ټولو ګن ميشتې صوبې ګورنر خوندې نه وي او هغه ته بنسټپالان ورورسيدلی شي او هغه په ګوليوو وژلی شي نو بيا خو دې پاکستانيان د ځان سره سوچ وکړي چې آيا عام خلک محفوظه دي؟

د پنجاب د وژل شوي ګورنر سلمان تاثير لور شيربانو د نيويارک ټايمز په دې مقاله کې ليکلي چې د هغې د پلار د سوچ او کار د ستايلو او احترام لپاره بايد د پاکستان راتلونکی د بې انصافۍ پر ضد بايد خاموشه پاتې نه شي. هغه ليکي چې بايد د خپلو دښمنانو څخه ونه ويريږو او پرينږدو چې هغوی ګټونکي شي.
XS
SM
MD
LG