د لاسرسي ځای

تازه خبر

د لانجمن افغان پارليمنت پرانيستنه وشوه .


ولسمشر حامید کرزی د ولسي جرګې له نویو غړو لوړه اخلي
ولسمشر حامید کرزی د ولسي جرګې له نویو غړو لوړه اخلي
بشیر ګواښ مشال رېډیو
نن د افغانستان نوی پارليمنټ د ولسمشر حامد کرزي له خوا پرانيستل شو. د افغان ولسي جرګې (پارليمنټ ) ټولو ۲۴۹ غړو چې ۶۸ يې ښځې دي د څلورو کلونو لپاره ، د ولسمشر کرزي په لاس لوړه وکړه.
دا په ۲۰۰۱ کال کې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له ړنګيدو وروسته دویم پارليمنټ دی. په پرانيستونکې وینا کې ولسمشر کرزي وویل” د هېواد مخکینی پارليمنټ په اصل کې د خلکو د هڅو او کوښښونو په پایله کې رامنځ ته شو.٬٬
کرزي وویل، پارلماني ټاکنې د افغانانو په هڅه ترسره شوې، او افغانانو وښوده چې ولسواکي غواړي. نوموړي د خپل حکومت اقتصادي او ټولنيزې لاس ته راوړنې بيان کړي او زياته يې کړه چې د افغانستان د پرمختګ لپاره لا نور ډير کار ته اړتيا ده.
د دې پارليمنټ لپاره پنځه مياشتې وړاندې ټاکنې وشوې چې پکې د ۳۸۶ ښځو په ګډون ۲۴۴۷ کسانو د پارليمنټ د ۲۴۹ چوکيوو لپاره سیالي وکړه.
د انتخاباتو د نتيجو له راتګ سره سم ناکامه اعلان شوو کانديدانو د پراخه درغليوو په اړه شکايتونه او احتجاجونه وکړل. د افغانستان لوی څارنوال ( اټارني جنرل) هم د ټاکنو نتيجې ناسمې وبللي خو د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کميشن د درغليوو تورونه رد کړل.
د ناکامه کانديدانو د پرله پسې مظاهرو له امله ولسمشر کرزي د درغليوو د شکايتونو د څيړلو لپاره يو ځانګړی عدالت جوړ کړ. دې عدالت تيره اونۍ له ولسمشر څخه وغوښتل چې په پارليماني ټاکنو کې د درغليوو د شکايتونو د ډيروالي له امله دې نوی پارليمنټ تر يوې مياشتې وځنډوي چې دوی دا شکايتونه پوره وڅيړي. خو د ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې او د امريکا په ګډون نورو بهرنيو هيوادونو پر کرزي فشار راوړ چې پارليمنټ دې زر ترزره په کار پيل وکړي.
په کابل کې د ولسي جرګې غړي د لوړې اوچتولو په مراسمو کط


د پارليمنټ په دې پرانيستنه کې چې بهرنيو سفيرانو هم پکې برخه درلوده، ولسمشر حامد کرزي د طالب وسله والو سره د پخلاينې په بهير ټينګار وکړ او له هغوی يې وغوښتل چې د سولې لار خپله کړي. ولسمشر کرزي د افغانستان په ثبات کې د ګاونډيانو رول مهم وباله. په دې وروستيوو کې پاکستاني رسنيوو د دې هيواد د چارواکو له خولې داسې رپورټونه خپاره کړي چې ګوندې په بلوچستان کې د خپلواکۍ غوښتونکو جنګياليوو سره له افغانستانه مرستې کيږي خو ولسمشر کرزي وويل چې هيچا ته به اجازه ورنه کړي د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد وکارول شي.

افغان پارليمنټ په داسې حال کې په کار پيل وکړ چې افغاني رسنيوو د ولسمشر کرزي د دفتر د يوې مطبوعاتي اعلاميې د يادولو په ترڅ کې ويلي، چې د بريالي کانديدانو سره د ولسمشر په کتنه کې له دوی دا ژمنه اخيستل شوي که د شکايتونو د څيړلو ځانګړي عدالت د هر چا په اړه هره پريکړه وکړه، دا به بيا منل کيږي.
XS
SM
MD
LG