د لاسرسي ځای

د لاهور پېښه د امریکا او پاکیستان اړيکوته زیان رسولای شي واشنګټن پوسټ


د پاکیستان په لاهورکې امریکايي شهري رېمنډ ډېویس د پولیس په بدرګه

د پاکیستان په لاهورکې امریکايي شهري رېمنډ ډېویس د پولیس په بدرګه

واشنګټن پوسټ رپوټ
ژباړه: ملیحه امیرزاده مشال رېډيو

په لاهور ښار کې پولیس وایی، د امریکایی کونسلګرۍ یو کارکونکي هغه مهال دوه کسان په ډزو ووژل کله چې دی په ګاډی کې روان وو. دغه کسان چې په ده پسې موټر سایکل کې روان وو، کیدای شي د هغه شوکه کول یې غوښتل. او هم په دغه موقع یو بل امریکایی ګاډې په لاره روان یو کس ووژلو.

د عمر سعید په نامه یو پولیس چارواکې چې د دې پیښې د پلټنې د ډلې مشري کوي وایی چې دغه دوه موټر ساییکل سورو کسانو د امریکایی کونسل ګیرۍ ګاډي ته نیږدې شول چې بیا هغه په خپله دفاع کې دغه کسان په تمانچه ووژل. د یو بل پولیس واله په خبره دغه دوه کسانو سره تمانچې هم وې. ورځپاڼه د پولیس چارواکي له خولې لیکي چې د دغه امریکایی ګاډي سره په بدرګه کې یو بل موټر هم روان وو چې د پیښې نه وروسته کونسلېټ په هغه دویم ګادي کې و تښتیدلو.

ورځپاڼه لیکي که دغه امریکایي چارواکي د خپلو تېروتنو پر سر خلاس هم شي ، خو بیا هم په یو داسې هیواد کې چې د امریکا ضد احساسات ډېر تند دي نو دا پېښه پارونه رامنځ ته کولای شي. په دې اړه په پاکستان کې ځینو ټي وي چینلونو ددې خبرې امکان راپورته کړی دی چې په دغه پېښه کې ککړ امریکایي کسان دبلیک واټر په نامه د یوې امریکايی امنیتي ادارې چې اوس ایکس اي سروسز نومیږي، سره تعلق لري. د دوی په اړه په پاکستان کې داسې فکر کېږي چې د کرایې عسکر دي.

ورځپاڼه لیکي، په اسلام آباد کې د امریکایی کونسلګرۍ ویاند البېرټو راډریګېز د دې خبرې پخلې کړی دی چې په دغه پیښه کې ککړ یو کس په لاهور ښار کې د امریکایی کونسلګرۍ کارکونکې دی. خو اوس دا تحقیقات کوي چې آیا د دغه پیښې سره نور امریکایی چارواکي هم تړلې دي که نه؟ د نوموړي په خبره دا ورته تر دې دمه نه د معلومه چې ایا داکس ډپلوماټیکي بښنه لري که نه. د پولیسو په وینا په دې باندې کار روان دې.

ورځپاڼه لیکي د امریکا استخباراتي اداره) سی ای اې( په دې اړه د بیان ورکولو نه ډده کوي چې آیا دغه نیول شوی امریکایي د دوي لپاره کار کوي او که څنګه. د دې ادارې لپاره ځینې پخواني کارکونکي وایی چې د دې پیښې د واقعاتو نه داسې ښکاري دغه امریکایی د دې ادارې کارکونکې دې. ورځپاڼه د سی آی اې د یو بل پخواني چارواکي چې په پاکستان کې د کار کولو تجربه لري ، له خولې لیکي سی آی اې یو مرکز په لاهور کې لري او عام ډپلوما ټان یی وسله نه ګرځوي.

ورځپاڼه لیکي، که چیرې د سی آی اې د دې پيښې سره د تړاؤ لرلو شواهېد تر لاسه شي نو د پاکیستان د اسخباراتي ادارې آی ایس آی او د سی آی اې تر مینځ به اړیکې پیچلې شي. د دې نه وړاندې هم په ورستیو کې امریکا په آی ایس آی تور لګؤلې وو چې په اسلام آباد کې د امریکا د استخباراتي ادارې مشر د نوم په رابرسیره کولو کې یی لاس وو.

ورځپاڼه لیکي دپولیس چارواکي سعید په خبره ،چې کله دغه نیول شوي امریکایي د یوې تاڼې نه بلې تهاڼې ته لیږدول کیدلی نو په لاره کې قهرجنو مظاهرچیانو د امریکاضد نارې ووهلې. او ټېرونه یی هم د پیښې په ځایی کې وسوځول. ورځپاڼه د یو ۲۸کلن مظاهره کونکې له خولې لیکې چې امریکا یو خوا ته په ډرون بریدونو کې زموږ خلک وژني او اوس یی په سړکونو باندې هم خلک وژل شروع کړل.
XS
SM
MD
LG