د لاسرسي ځای

تازه خبر

په تاجکستان کې بهرنیانو ته واده کول ګران شو


د تاجکستان په دوشنبه کې یوه جوړه واده کوي
د تاجکستان په دوشنبه کې یوه جوړه واده کوي
د مشال مرکزي خبري څانګې رپوټ
ژباړه:ملیحه امیرزاده مشال

.

د تاجکستان د انصاف مرستیال وزیر عبدومنو ن خالیقوف د پارلیمان غړو ته وویل، په دغه هیواد کې داسې ډیر کېسونه شته دي چې بهرني نارینه د تاجک ښځو سره واده وکړي او د کار روزګار لپاره له ملک نه بهر لاړ شي.او بیا دغه میرمنې او ماشومان یوازې ژوند کولو ته پریږدي. نوموړي دغې ته هم اشاره وکړه چې د واده لپاره د داسې قانون ضرورت دې چې پکې د اول نه د ښځې او د نارینه ؤ د مالي ذمه وارو تر څنګ نورې ذمه واریانې هم معلومې وي.

خو د تاجکستان د قامي اسمبلۍمشر( سپیکر) شکورجان زوهراؤ په خبره د دې سره به بهرنيو سړو ته دا ګرانه شي چې له تاجک ښځو سره واده وکړي ځکه چې د هر یو کس لپاره دا آسانه نه وي چې کور واخلي.
په تاجکستان کې د تیرو پنځو کلونو راهیسې تقریبا د ۳۰ بهرنیو هیوادونو خلکو له ۲۵۰۰تاجک ښځو سره ودونه کړي دي. په دې کې کم از کم ۶۰۰ ودونه ختم شوی ده او خبره طلاق ته رسیدلې ده.
د تاجکستان دولسمشر امام علیوف رحمان ویاند جوما داولاتوف دا منلې ده چې د دې بدلون سره به یو غیر عمومي خنډ مخې ته راشي. خو دا یی هم وویل، چې په تاجکستان کې ډیرې داسې ښځې او ماشومان دي چې خرچه یی حکومت په غاړه اخیستې ځکه چې مېړونو یې ترې تللي او دوی یې یوازې پرې ایښې وي.

د پارلیمان مرستیال مهیدین کبیري د حکومتي چارواکو نه غوښتي چې دغه باور ورکړي ، که واده شوې جوړه له ملکه بهر لاړ شی نو هغه وخت به څرنګه په دې قانون عمل کیږي.

په دې ترڅ کې ښاغلې خلیقوف هغه ته باور ورکړ چې په بهرني هیوادونو کې د واده او د طلاق ټولو اړخونو ته کتنه شوې ده او د دې سره به د تاجکستان ولس ته چې ودونه یې په قانوني توګه درج شوې وي.دېره ګټه ورسیږي.

په تاجکستان کې د تیرو پنځو کلونو راهیسې تقریبا د ۳۰ بهرنیو هیوادونو خلکو له ۲۵۰۰تاجک ښځو سره ودونه کړي دي. په دې کې کم از کم ۶۰۰ ودونه ختم شوی ده او خبره طلاق ته رسیدلې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG