د لاسرسي ځای

تازه خبر

امريکایانو ته نړیواله اقتصادي سیالي پکار ده.اوباما


ولسمشر بارک اوباما کانګرس ته وینا کوي
ولسمشر بارک اوباما کانګرس ته وینا کوي
نېټه ۱/۲۶/۲۰۱۱\
ګل ایاز
د امريکا ولسمشر بارک اوبامه د کانګرس ګډې غونډې ته په خپله وینا کې وويل، چې نن امريکايي ملت یو ځل بیا همهغه د ۱۹۵۷ م کال د نړیوالې سیالۍ له تجربې تېرېږي، چې کله د شووروي اتحاد سپوټنیک سېټلايټ سپوږمۍ ته وخوت او امريکايي ولس د نویو اېجاداتو دوره رامنځ ته کړه.
اوباما په خپله وینا کې وویل،د نویو کارونو او په نړۍ کې د امريکایی ولس د استعدادونو بیرته راټوکولو لپاره له جذبې ډک پلان اعلان کړ چې ده د مستقبل کامیابه لار وبلله.

د هغه وینا ته په کتو سره په واشنګټن کې بدبیني سیاسي کتونکي په دې اند دي که اوباما په راتلونکو دوو کلونو کې امریاکیانو ته په میلونونه کارونه پیدا نه کړل،نو دی د ۲۰۱۲ م کال په انتخاباتو کې له ناکامۍ سره مخامخېدای شي.

ولسمشر اوباما کانګرېس ته ننۍ وینا داسې ښکارېده لکه انتخابي کمپین ته چې یې کوله.هغه د یووالي خبرې کولې او په هیواد کې د روانو ستونزو لپاره یې له ګوند او سیاست پرته د ګډو هلو ځلو پر خپره ټینګار کاوه.هغه وویل،” دم ګړۍ مهه دا نه ده چې راتلونکې ټاکنې څوک ګټي.بلکه همدا اوس مو انتخابات وکړل.اوس خطر دا دی چې خلکو ته به نوي کارونه پیدا شي په دې ملک یا په نورو سیمو کې به صنعت جرړې ومومي که څنګه.دا زموږ د ولس سخت محنت او صنعت دی چې زموږ هیواد ته یې ګټه رسولېده.ایا موږ خپل مشرتابه مستحکمه کولای شو چې د هغوی په هڅو سره نه یوازې امريکا د نړۍ پر نقشې ځای وموندلی بلکه د نړۍ لپاره رڼا ده. “

؛؛ایا موږ خپل مشرتابه مستحکمه کولای شو چې د هغوی په هڅو نه یوازې امريکا د نړۍ پر نقشې ځای وموندلی بلکه د نړۍ لپاره رڼا ده.؛؛ ولسمشراوباما

ولسمشر اوباما وویل چې په افغانیستان کې د امريکا او ناټو موخې پر ټاکلې لاره دي او سږکال په جولايي کې به د خپلو ځواکونو راوېستل پېل کړو،” زموږ د زړورو سرتېرو نه په مننه چې اوۍ په افغانستان کې ډېر لږ خلک د یاغیانو تر ولکې لاندې دي.زموږ پر وړاندې یوه سخته جګړه پرته ده،او افغان حکومت ښه حکومتداری ته اړتیا لري موږ د افغان ولس د وړتیا او استعدادنو پیاوړي کولو لپاره له هغوی سره په ګډه کار کوو.سږ کال به موږ له څه نا څه ۵۰ هیوادونو سره کار کوو چې افغانانو ته د چارو په سپارلو کې مشرتابه ورکړو. ٬٬
ولسمشر اوباما وویل، پر ایران سخت اقتصادي بندیزونه لګول شوي چې له خپل لانجمن اټومي پروګرام څخه لاس واخلي.نوموړي په خپله وینا کې وویل،چې له روس سره یې هم همکاري زیاته شوې او د جوهري وسلو د نه خواروي تړون یې ورسره لاسلیک کړی دی.
XS
SM
MD
LG