د لاسرسي ځای

تازه خبر

د طالبانو مشر ملاعمر په کراچۍ کې تر درملنې لاندې وو.واشنګټن پوسټ


دطالبانو مشر ملا عمر په ۱۹۹۶ م کال په کندهار کې
دطالبانو مشر ملا عمر په ۱۹۹۶ م کال په کندهار کې

امريکايي ورځپاڼه واشنګټن پوسټ په خپل يو راپور کي وايي ،چي د افغان طالبانو د مشر ملا عمر د زړه آپرېشن د پاکستان د استخباراتي ادارې آي اېس آي په مرسته د کراچي په يو روغتون کي تر سره شو او تر هغه وروسته نوموړی بيرته د کوټي شوری ته وسپارل شو خو پاکستان دغه راپور ردوي


د امريکايي ورځپاڼي واشنګټن پوسټ په راپور کي ويل شوي، د روان کال د جنوري پر اوومه نيټه د افغان طالبانو پر مشر ملا عمر د زړه دوره راغله چي بيا د پاکستان د استخباراتي ادارې آي اېس آي په مرسته د کراچي په يو روغتون کي تر درملني لاندي و. د ورځپاڼي په وينا دغه راپور يو شخصي استخباراتي ادارې ورکړی چي پخوا يې د سي آي اې، د امريکا د خارجه چارو د وزارت او پوځي چارواکو په مرسته کار کاوه.
د ايکليپس ګروپ په نامه دغه شخصي ادارې ويلي، چي دغه راپور دوی په کراچي کي د يوه ډاکټر لخوا تر لاسه کړی چي د هغه په وينا ده ملا عمر ليدلی چي د زړه آپرېشن یې وشو. ډاکټر زياتوي، ٬٬(زه پخپله په آپرېشن تيېټر کي حاضر نه وم خو ما چي څه واوريدل او وليدل نو له هغه څخه زه دا ارزولای شم چي دغه ناروغ ملا عمر و چي د زړه د ناروغۍ له کبله يې ويني بهيدلې يا د زړه د کوچني رګ ستونځه ور پيښه وه يا په دواړو اخته و)
واشنګټن پوسټ ورځپاڼه زياتوي امريکايي چارواکو ويلي دوی په سمدستي توګه د دې راپور تصديق نشي کولای. په کابل کي يو امريکايي چارواکی زياتوي،( په دې اړه هيچا څه نه دي اورېدلي خو د دې مانا دا نه ده چي دا به رښتيا نه وي بلکې زموږ سره اوس څه ډول معلومات نشته چي د دې حقايقو تصديق وکړو يا يې رد کړو).
واشنګټن پوسټ پر مخ ليکي، د ايکليپس ګروپ راپور زياتوي په روغتون کي تر آپرېشن درې څلور ورځي وروسته ملا عمر آي اېس آي ته وسپارل شو او ورته وويل شول چي په کور کي به ډيري ورځي مکمل آرام کوي. ډاکټر چي د راپور سرچينه بلل کيږي زياتوي، تر آپرېشن وروسته داسي ښکارېده چي د ملا عمر دماغ ته هم ضربه رسيدلې وه او هغه ګډوډې خبري کولې.
د ايکليپس راپور د کوټې په شورا کي د يوې بلي سر چينې له لاري زياتوي چي د ملا عمر ناروغي مخ په سمېدو ده او د هغه خبري هم سمي شوي دي. راپور دا هم وايي چي آي اېس آي د ملا عمر د روغتيا په اړه هغه وخت هم د کوټي شورا ته معلومات ورکول کله چي هغه د آي اېس آي تر څارني لاندي د دوی په يو ميلمستون کي آرام کولی .
د واشنګتن پوسټ ورځپاڼي له مخي په امريکا کي د پاکستان سفير حسين حقاني ويلي چي دغه راپور بې بنياده دی. هغه زياته کړه،( کله نا کله مسلکي کسان راپور ورکړي خو هغه ناسم وي ، د ملا عمر په اړه دغه راپور هم د دغه ډول را پورونو برخه ده ده. تاسو په دې لړ کي د ۲۰۰۱ کال راهيسي د اسامه بن لادن د پښتورګو د علاج خبري هم يادولای شی چي يوازي د دې لپاره کېدې چي پاکستان بدنامه کړي)
XS
SM
MD
LG