د لاسرسي ځای

انا چپمن له جاسوسۍ تر ټیليويژني پردې


له امریکا د جاوسوسۍ په تور شړل شوې اناچپمېن

له امریکا د جاوسوسۍ په تور شړل شوې اناچپمېن

ليکوال : ډيسي سينډلر
ژباړه: بشير ګواښ

د جاسوسۍ او د ټيليويژني پردې نړۍ کيدای شي له یوه بله ليري وي خو په امريکا کې د روس لپاره په جاسوسۍ تورنه، انا چپمېن چې د اور په څېر سره وېښتان لروي له دواړو مسلک جوړ کړی.

انا چپمېن تېر کال له څو نورو روسانو سره یوځای له امريکا څخه روس ته د جاسوسۍ کولو په تور وشړل شوه. د درميانه قد، سپين ګرد مخ او شنې سترګې لرونکې اناچپمېن اوس د آر اي اېن په نامه د روس حکومت پلوي ټيليويژن سره د رازونو د راسپړلو يو پروګرام پيل کړی،چې ٬٬د نړۍ رازونه له انا چپمېن سره ٬٬ نوميږي.

۲۸ کلنه انا چپمن د روس په ولګاګراد ښار کې زيږيدلې او د عمر زياته موده يې له هيواده بهر تيره کړي. د هغې پلار چې په کينيا کې يې د روس د يو ډيپلوميټ په توګه دنده ترسره کړي، په اړه يې ويل کيږي ،چې د روس د استخباراتي ادارې کې جي بي سره تړلی وو.

چپمېن په ۲۰۰۰ م کال کې لندن ته لاړه. هلته يې د لنډې موده لپاره په مالي او هوايي صنعتونو کې کار پيدا کړ او يو برتانوي سره يې واده وکړ او د برتانيا پاسپورټ یې ترلاسه کړ .او تير کال د جاسوسۍ د تورونو له امله برتانيا د هغې شهریت ورختم کړ. چپمېن ته له واده څلور کاله وروسته خاوند طلاق ورکړ. په ۲۰۰۶ کال کې هغه امريکا ته لاړه او هلته يې وړوکی کاروبار پيل کړل. اناچپمېن د ۲۰۱۰ کال په وروستيوو مياشتو کې د جاسوسۍ په تور ونيول وشوه او له امريکا څخه وشړل شوه.

د جاسوسۍ په تور تورنه انا چپمن نه يوازې ډير شهرت ترلاسه کړی بلکې مسلکي ژوند يې هم ښه پرمختګ کړی. د رپورټونو له مخې هغه د روس د لومړي وزير ويلاديمير پوتين سره دوستانه اړيکې لري او ښايي همدا وجه وي چې هغه د پوتين په مشرۍ د روس د حکمران ګوند د ځوانانو د څانګې مشره ټاکل شوې .انا چپمن د روس په يوه بينک کې د سلاکارې په توګه د کار ترڅنګ د نړۍ د ځينو مشهورو مجلو پر مخپاڼو هم راڅرګنده شوېده.
د شکمنې روسۍ جاسوسې انا چپمېن یو تصویر د نیویارک پر یوې ورځپاڼې

که څه هم انا چپمېن د متحد ه روسي ګوند د ځوانانو دیوې څانګې مشري کوي او په دې هيواد کې د تعصب پالنې په نامه مشهوره ده خو نوموړې تيره مياشت ځوانانو ته په وينا کې وويل، ٬٬چې د هيواد د بدلون لپاره بايد په ځان کې بدلون راولو.٬٬

د موسيقۍ نقاد ، آرټيم تروويڅسکي چې يو سياسي کتونکی هم دی وايي، انا چپمېن بايد د يوې اتلې په توګه ونه ستایل شي. نوموړی وايي ،فکر نه کوي چې هغه په ريښتيني توګه مشهوره وي. دی زياتوي چې په روس کې خلک انا چپمن ته د لومړي وزير ويلاديمير پوتين د يوې ګوډۍ يا نانځکې په توګه ګوري او د نوموړي په وينا همدا وجه ده چې رسنۍ، بينک لرونکي او نور ډير خلک هغې ته ځانګړی پام کوي.
XS
SM
MD
LG