د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر پښتو ژبو د بهرنیو یرغلونو اغېز


پښتو انګرېزي قاموس
پښتو انګرېزي قاموس

پر پښتون افغان خاوره چې د لرغونو مذهبونو او تهذیبونو ځانګو بلل کېږي تل د تاريخ په اوږدو کې جنګ جګړې او يرغلونو شوي دي.دې سيمې ته له اروپا څخه يوناني لښکرې ننوتې دي، چې له ځان سره یې د یونانیانو کلتور ژبه د هغوي مذهبي رسمونه او د دودنه دې خاورې ته راوړي دي.د افغانستان په پلازمېنه کابل کې تاريخ پوه حبيب الله رفيع وايي د يوناني يرغل په پايله کې باختري يوناني تهذیب رامنځ ته شو.باختري يوناني تهذیب پښتو ژبې ته څه ورکړي دي.د برتانییا په اکسفورډ کې مېشت افغان ژبپوهان ‌اکټر مجاور احمد زيار وايي هر بهرني يرغل چې څومره اغېز پر پښتنو کړی هومره يې پر پښتو کړی دی.په جرمني کې په خټه جرمنۍ ژبپوه سباستن هایني وايي د یوناني یو شمېر ټکي له مشین چې په پښتو کې مېچن ورته وايي یا ترکاڼ چې په یوناني کې ټېکنیکل ورته واېې د ژبې له پلوه ډېره خپلوي لري.
دا او له دې سره تړلې نورې پوښتنې د ژبه ټکي په ټکي پروګرام کې اورېدلای شي.ددې اونیزې خپرونې جوړونکی قاسم خان مندوخيل دی
XS
SM
MD
LG