د لاسرسي ځای

تازه خبر

کرن خان د وړوکوالي له لوبو تر موسیقي پورې


د پښتو یو خوږ ژبۍ سندرغاړی کرن خان
د پښتو یو خوږ ژبۍ سندرغاړی کرن خان


کرن خان د سوات په ښایسته او سندریزه سیمه کې خاړ پوڅي کړي او چې وړوکی و نو د موسیقۍ تر څنګ یې د لوبو سره ډیره مینه وه. د ماشوم والي ټولې لوبې یې خوښیدلې لکه درواخلۍ پټ پټونی، شلغاتي او نور........
خو اوس چې لوی شوی نو د موسیقۍ د تارونو سره لوبې کوي.

کرن خان یو له هغو پښتنو سندر غاړو څخه دی چې د موسیقۍ لپاره یې ریاضت کړی دی. هغه په 1998 م کال کې په کراچۍ کې په ( سرګم ګاييډ میوزیکل اکیډمي ) کې د موسیقۍ زدکړه د نامتو موسیقار او هنر مند اې ار رحمان نه پیل کړه او شپږ کاله یې په دې اکیډيمۍ کې تیر کړل.

په ۲۰۰۶م کال کې یې له پېښور ه اولنی کیسټ ( مازیګر ) خپورشو. تراوسه یې څلور والیومه خپاره شوي او پاتې درې یې ( غاټول ) ، ( مینه ) او ( وچې پاڼې ) نومیږي.
کرن خان نن سبا په پېښور کې د شمشاد ټیلي ویژن او پښتونخوا اېف ایم او پولې پورې ریډیو او انټر میډیا سره کار کوي او ګڼ شمیر نورو هنري کارونو باندې هم لګیا دی.

کرن خان دسوات سره تعلق لري .نوموړی په ۱۹۸۰ م کال د اپرېل پر ۲۱ نېټه زېږېدلی دی.هغه پرایمري، مډل او هايي سکول په سوات کې لوستي او کله یې چې (بي اې( کوله نو ملاکنډ پوهنتون کې یې داخله واخیسته. اوس مهال د پېښور پوهنتون د پښتو څانګه کې د ماسټرز ډګري حاصلوي.


په تاتره کې له کرن خان سره نوره مرکه دلته واوری
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:51:37 0:00
د ډاېرېکټ لېنک


XS
SM
MD
LG