د لاسرسي ځای

په آزرباییجان کې د لوبو جوارګري قانوني وګرځول شوه


آزرباییجان الهام علییوف

آزرباییجان الهام علییوف

ژباړه بوریوال کاکړ


په آزربایجان کې حکومت له دیارلسو کلونو وروسته پر جوه لګېدلی بندیز لرې کړ او پر دې کاروبار یې ۶ فیصده ټېکس لګولی دی. په دې هیواد کې د حکومت له خوا پورته کړل سوي دې ګام پر لوبو داو لګولو ته لاره پرانستې خو پر لویو جوه خانو یا کسینوګانو بندیز لا هم پرځای پاته دی.
په آزر بایجان کې پر جواری په ۱۹۸۹م کال کې له هغې وروسته بندیز ولګول شو چې د دغه هیواد اوسني ولسمشر الهام علییوف د ادعاوو له مخې د ترکیې پر یوه سوداګر ۶ میلیونه امریکايي ډالر بایللي وو.

د آزر بایجان خلک په دې اړه بېلابېل نظرونه لري. ځینې وايي چې تر حکومتي واک لاندې د جوې مرکزونه به د دې جوګه نه وي چې په تور بازار کې د کېدونکو لاټریو سیالي وکړای شي.

ځینې خلکو بیا د حکومت دا ګام ستایلی دی او وايي چې له دې سره به حکومت ته مالي ګټه ورسیږي.

شاهین کفاروف چې د ټوپاز په نامه په دولتي لاټرۍ کې کار کوي په دې نظر دی چې دابه ښه وي که حکومت پر مارکیټ نظر وساتي.
خو یوبل کس بیا وایی،که په قانوني توګه وي او که په غیر قانوني توګه. د جوې کاروبار په دغه هیواد کې د تشدد پېښو د رامنځ ته کېدو سبب جوړیږي.

خو د فټ بول پلس مېګزین ایډیټر مهر روستاملي فکر کوي چې د جوې قانوني کاروبار به د دې سبب شي چې د تشدد مخه ونیول شي.

د دې تر څنګ په دغه هیواد کې چارواکي وايي چې په قانوني توګه تر سره کېدونکې جوې به د هیواد د اقتصاد کې د پرمختګ په لړ کې هم مرسته وکړي.

د حکومت له خوا د لاټریو د نوي نظام د چلولو لپاره د ټاکل شوې یوې کمپنۍ مشر ازر مهراموف وايي ،ډېر خلک دلوبو مرکزونو کې چای څکولو ته ځي نو په دې کاروبار سره حکومت او لوبډلو ته ګته رسېږي.
ویل کیږي ،چې د آزر بایجان ګاونډیو هیوادونو په خاصه توګه ترکي به په دې لړ کې رول لوبولی وي چې په ازربائجان کې دي جوارګري قانوني وګرځول شي.
XS
SM
MD
LG