د لاسرسي ځای

باچا خان د نړیوالو په نظر کې


باچاخان په هیند کې یوې غونډې ته د وینا پرمهال

باچاخان په هیند کې یوې غونډې ته د وینا پرمهال

لیکنه مجید بابر

د نړۍ په لروبر کې مېشت پښتانه هر کال د جنورۍ پر ۲۰ مه نېټه د عدم تشد د ستر پيروکار خان عبدالغفار خان چې پښتانه یې په ناز باچا خان بولي تلین لمانځي.

باچاخان یوداسې فلسفه درلوده چې خپل قام ته د ټوپک پر ځای قلم په لاس ورکړي چې د خپلې پوهې او علم په برکت په نړۍ کې نه یوازې د یوه برمختللی قام په توګه رادبره شي بلکه د امن او سولې لارویان شي.د پښتنو په لروبر کې پښتانه په یوه نه بله بڼه د باچاخان له نامه سره اشنا دي خو پوښتنه دا ده، چې د برصغیر ددغه لوی شخصیت په اړه نوره نړۍ څومره بلده ده.؟

د یورپ د یوه ښکلي هیواد سویټزرلېنډ په جېنیوا ښار کې د بشري حقونو د څار ادارې مشر پیټر اېن باوکرت وايي ،٬٬په لومړي ځل ماته د باچا خان په اړه اله مالومه شوه چې کله ۲۰۰۱ م کال کې ما د بلوچیستان په کوټه کې خپله دنده ترسره کوله،دا هغه وخت وو چې په افغانیستان کې د طالبانو واک په نسکورېدو وو .زه دیوه پښتانه په کور کې مېلمه وم ،د هغه هجره کې یو تصویر لګیدلی وو چې پکې د هند د آزادی دسالار مهاتما ګاندهي سره دیوې وړې ږیرې دنګ سړی ولاړ وو .نو ما پوښتنه وکړه چې دا کس څوک دی ، هغه پښتون ماته د باچاخان کیسه وکړه.او د پښتنو لپاره د هغه مبارزه او اهمیت یې هم را ته څرګند کړو.٬٬

که څه هم نړۍ د عدم تشد د فلسفې د علمبردارانو په توګه د هند مهاتما ګاندهي او د امریکا تورپوستی مبارز مارټېن لوتر کینګ پېژني خو په لویدیځ کې عام ولس باچا خان څومره پېژني؟ پیټر اېن باوکرت وایي،٬٬ په دې ډېر خپه یم چې لویدیځ د باچاخان په اړه هیڅ خبر نه دی چې هغه څومره ستر انسان وو.موږ په سکولونو کې د ګاندهي جي په اړه لوستي دي خو دده په اړه هیڅ مالومات نلرو٬٬

باچا خان د سیمې یو داسې سیاستوال وو چې د پښتنو سیاسي غورځنګ یې د هند په لوی سیاسي بهیر ورګډ کړو،همدا وجه ده چې د هند په تعلیمي نصاب کې باچا خان د سیمې د یوه لوی سیاسي مبارز په توګه ښودل کېږي او دهند اوسنی نسل تر ډېره د هغه په اړه مالومات لري.

د هندوستان یو پخواني وزیراعظم پنډت جواهرلال نهرو د باچاخان په اړه وايي،٬٬زه باچاخان ته ځکه ډېر حیرانېږم چې هغه یوداسې قام د عدم تشدد پر لار روان کړو چې هغوی له خپل بچي نه زیاته مینه له خپل ټوپک سره لري.٬٬

همدې خبرې ته د هند د حکومت یوه پخوانی لوړپوړی افسر بي آر سینګ اشاره کوي، ٬٬ ډېره موده مخکې مهاتما ګاندي د باچاخان کلي ته تلی وو او هلته هغه د خدایی خدمتګار د تحریک له مشرانو سره لیدلي وو ،له هغوی نه ګاندي جي پوښتنه وکړه، که چېري باچا خان د عدم تشدد لاره پرېږدي او د تشدد پر لاره روان شي نو تاسو به څه کوی؟ نو هغوی په ځواب کې ورته وویل چې د باچا خان شخصیت او خبرو پر دوی دومره اغېز کړی دی که باچا خان هم د عدم تشد د لاره پرېږدي نو بیا به هم دوی له دې لارې وانه وړي.
XS
SM
MD
LG