د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ناروې کې دیوې روسی کډوالې قانوني ستونزې


ماریا امېلی یوه روسۍ لیکواله او کډواله
ماریا امېلی یوه روسۍ لیکواله او کډواله
په ناروې کې د نړۍ له لروبر څخه ګڼ شمېر کډوال ژوند کوي، چې په هغو کې یې یو شمېر منل شوې دي او یو شمېر یې لا اوس هم تر قانوني پړاو لاندې تېرېږي، په دغو کډوالو کې یوه هم ماریا ده چې په روسیې کې زیږیدلې او تر لس کاله ډیر وخت وشو چې په ناروې کې ژوند کوي خو اوس د ناروې حکومت غواړي چې دا وشړي، دغې پریکړې د بشري حقونو ډلې خواشینې کړې دي.

ماریا ځوانه ده، تکړه ده، زده کړې یې کړې دي. د دې ناروې هیواد خوښېږي او غواړي چې په هلته ژوند وکړي.

ماریا امیلي په روسیې کې زیږیدلې خو ۱۰ کاله یې په ناروې کې ژوند کړی دی اوس هغې ته ویل شوي چې قانوني کډواله نه ده او له دې کبله باید له دغه هیواده واېستل شي . د بشري حقونو ډلو او یو شمېر پیژندل شویو سیاستوالو د ۲۵ کلنې ماریا دفاع کړې او غوښتنه لري چې هغه دې په ناروې کې اوسېدلو ته پرېښودل شي.په سر ښار اوسلو کې نژدې یو زر کسانو د ماریا په ملاتړ لاریون کړی.

په فیس بوک کې شاوخوا ۹۰ زره کسانو د دې ملاتړ اعلان کړی ، له دغو پیښو وروسته د ګل په ورځ ماریا اوسلو ته نژدې ماریا له حراسته خوشې شوه، دې ټینګار کاوه چې هېواد روس نه بلکه ناروې دی.دخوشي کېدو ورسته هغې د ناروې دولتي رسنۍ ته وویل:

« زه له ویرې سره ژوند تیروم، کله چې څو منټه ودریږم ساه سمه نه شم اخیستی. په حراست کې مې هم ورته احساس کاوه .

زه له اوږدې لارې راغلې یم او د ځان لپاره مې مبارزه کړې ده. ملګرو او د ناروې خلکو له ما سره په دې مبارزه کې مرسته کړې ده. اوس چیرې ولاړه شم؟ هېواد مې ناروې دی»

تر اوسه د ناروې چارواکو د ماریا د برخلیک په اړه له نرمښته کار نه دی اخیستی. د ماریا اصلي نوم مدینه سلاموفاست دی، دا د ولادي قفقاز د جمهوریت په جنوبي اوسیتیا کې زیږیدلې ده.

د دې پلار ومور ته له هغې وروسته د مرګ ګواښ وشو، چې سیمه ایزو چارواکو ته یې د خپلې شتمنې له ورکولو انکار وکړ، بیا له شمالي قفقاز څخه تېښتې ته اړ شول. یوکراین ته ولاړل، ماسکو ته یې کډه وکړه او بیا فینلېنډ ته کډه شول، هلته پناه ورنه کړل شوه نو ناروې ته یې مخه کړه.

د ماریا مدافع وکیل برینجولف ریزنیز وایي، ښایي ماریا به په څو ورځو کې بیرته روسیې ته واستول شي:

« د کډوالی د څانګې چارواکي دې ته د سختې سرغړونې په سترګه ګورې چې ماریا په ناروې کې د اوږدې مودې په مخه له سنده پرته ژوند کړی دی.

دې په ناروې کې ډير ژوند کړی دی او اوس د دې هېواد د یوې ښځې په توګه ده خو چارواکي ټینګار کوي چې دا باید له ناروې ووځي او خپل اصلي ټاټوبې ته ورشي. لکه څرنګه چې شرایطو ته ګورو غالبا به دا روسیې ته واستول شي.»

د ماریا ملګرو د ناروې له وزیراعظمه غوښتي دي چې له دې سره مرسته وکړي خو وزیراعظم ستولتینبرګ وویل، په دې مسالې کې مداخله نه کوي.

د بشري حقونو ډلې وایي، چې ماریا ګناهګاره نه ده، کله چې یې پلار ومور ناروې ته راتلل دا ډیره وړه وه.

د ناروې د یو شمېر استوګنو په څېر د بشر حقونو ډلې داسې فکر کوي چې پر ماریا د دې لپاره فشار راغلی دی چې دې په خپل کتاب کې د کډوالۍ د څانګې چارواکي متعصبه ګڼلې دي.

د بشري حقونو د ډلې په وینا د ماریا پېښې ته که وکتل شي نو د ناروې د مهاجرینو سخت قانون باید بدل شي او هغه کډوال چې ډیر کلونه یې په دغه هېواد کې ژوند کړی دی باید مخه یې ونه نیول شي.

کله چې ماریا ونیول شوه د دې ملګرو دې ته د کار وړاندیز وکړ چې بیرته بیا ناروې ته د کار په ویزې ولاړه شي خو که چیرته ماریا روسیې ته واستول شي ښایي کلونه کلونه بیا ونه کړای شي چې ناروې وګوري، خو د بشري حقونو ډلو په روسیه کې ویلې دي، له ماریا سره به مرسته وکړي، ماریا په ناروې کې ملګري لري خو په روسیه کې نه خپلوان او نه هم دوستان لري.
XS
SM
MD
LG