د لاسرسي ځای

تازه خبر

په افغانستان کې به د کلیوال ځواک شمېر زیاتوو .امریکایي پوځ


افغان سرتېری د کابل په څنډو کې
افغان سرتېری د کابل په څنډو کې


د امریکې پوځي منصوبه جوړونکي غواړي ، د افغانستان ولسمشر حامد کرزی په کلیو کې د هغه خاص پوځیانو شمیره له ۱۰ زرو نه ۳۰ زرو ته وغزوي ، چی د مقامي خلکو سره به زیات نزدې وي. چارواکو په امریکا کې قانون جوړونکو ته ویلي دي چې په افغانستان کې د کلیو په سطحه د پوځیانو او پولیسو دغه شمیره۵۰ زرو او یا دی نه زیاتو ته رسیدلی شي .

ددې منصوبې سره امریکه دا تمه لرې، دغه عام خلک چی لږ ډیر پوځي روزنه به ورته ورکړل کیږي ، د بهرنو ځواکونو سره په ګده د کار کولو د لارې په کلیو کي د طالبانو زور په ښه توګه ختمولی شي.


په واشنګټن کې دا د هغې نه د کمې خرچې منصوبه ګڼل کیږی چی امریکا غواړي د افغانستان پوځ او پولیس ته روزنه ورکي، چی د درغلیو او مخدره موادو د سمګلینګ تورونه هم پرې لګېږی اوډېر تعلیم هم نه لري.
امریکا دا هم ګڼي د افغانانو پوځی ټریننګ وکړي، چی دا شان که چیري امریکايي پوځیان د سیمی ووځي نو پخپله افغان ولس ددې جوګه وي چی د خپل هیواد د امنیت ذمه واري پر خپل سرواخلي.

افغان او نړیوال ځواکونه

افغان چارواکو د جمعې په ورځ وییلي وو، امریکا نه بلکه دوی به دا فیصله کوي چی څومره زر او په کومو سیمو کې دغه مقامي پولیس او پوځ جوړ کړي .

ولسمشر کرزي ددی منصوبی لومړۍ مرحله د تیر کال د اګست میاشت کی ددی خبرې د یقیني کولو وروستو لاس لیک کړی وه، چی دغه مقامي امنیتي ځواکونه به د افغان داخله چارو وزارت لاندي راځي. خو دغه مقامی ځواکونه به زیات واک په دې هم لري چی د ځايي خلکو او قبایلي مشرانو سره به یې نزدې اړیکې وي

. د ولسمشر اوبامه یو سلا کار وایي، د مقامي ځواکونو دومره زر او په زیاته شمیره کی جوړیدل جنګ سالارانو ته یو ځل بیا طاقت ورکولی شي. چی په تیرو وختونو کی یې دغه هیواد ته ډیر زیان رسولی دی.
ورځپاڼه ددغه سلا کار له خولې زیاتوي ، دا به زیاته ښه وي چې مقامي خلکو ته د امنیت ذمه واري ورکولو پر ځای دوی پولیس او پوځ ته په باقاعده توګه روزنه ورکړي.

د امریکا د دفاعي چارو یو مشر چاروکی وایي، ولسمشر کرزی نه غواړی قبایلی مشرانو ته وسله ورکي چی وروستو دده د حکومت خلاف استعمال شي. امریکا غواړي اولسمشر کرزی پخپله د مقامي پوځ په شمیره کي زیاتوالی راولي او ددې لپاره منصوبه هم پخپله اعلان کړي.
XS
SM
MD
LG