د لاسرسي ځای

تازه خبر

ګلزار عالم :سندرو د ژوند تر هر پړاو اېستلی یم


ګلزار عالم د پښتو موسقي یو داسې سندرغاړی دی چې تل یې په خپل خواږه غږ د موسیقي بانډارونه تاوده ساتلي دي.تصویر مجید بابر ۲۰۰۳ م کال پېښور
ګلزار عالم د پښتو موسقي یو داسې سندرغاړی دی چې تل یې په خپل خواږه غږ د موسیقي بانډارونه تاوده ساتلي دي.تصویر مجید بابر ۲۰۰۳ م کال پېښور

نجیب عامر مشال رېډیو

ګلزار عالم د پښتو د سندریزې نړۍ یوه داسې پېژندلې غږ دی چې په خپلو خوږو سندرو یې د موسیقی بانډارونه تل تاوده ساتلي دي.

ګلزار عالم د موسیقی ډګر ته تر دانګلو مخکې د پاکستان هوايي ځواکونو کې د یو ه افسر په توګه نژدې شپږکاله کار کړی .او دا وو چې د یوه خپل نژدې ملګري د واده په بانډار کې یو څوسندرې ویلې وې چې یوه پکې دا سندره وه ( راواخلۍ بیا د انقلاب سره نشانونه لیونو زلمو دا خاوره انقلاب غواړي دازادۍ انقلاب ..... )دامیداني مجلس چا ریکارډ کړ او یو میوزیک سنټر خپور کړ چې له کبله یې ګلزارعالم د موسیقي په ډګر کې د یوه نوي او ځلانده ستوري په توګه شهرت وموندلی.

دې سره ګلزار عالم ته د پاکستان په هوايي ځواکونو کې کار کول ګران شول او دهغې دندې نه یې استعفی ورکړه، خو د هنر د نړۍ سره یې پیژندګلو وشوه اود یوبل ګلزار په حیث هغه نړۍ ته مخامخ شو.

له هغې تر دغې د ګلزار عالم د اوو سوو نه زیات کیسټونه راوتلي دي او دا لړۍ لا اوس هم روانه ده.
نوموړی نن سبا په پېښور کې د باچاخان مرکز کې په کلتوري هلو ځلو بوخت دی،ګلزار د ژوند ډیرې تودې سړې لیدلي، له هرډول حالاتو نه تیر شوی او دژوند په بټۍ کې ښه پوخ شوی، ده ټیکسي هم چلولې، تبلیغ ته هم تللی او د پراپرټۍ کاروبار یې هم ترسره کړی .


ګلزار عالم په ۱۹۵۹ کال کې په پېښور کې زېږېدلی.دی وايي هغه مهال د پیدایش د نیټو د لیکلو دود نه وو ، خو د سکول په سر ټیفیکیټونو کې د اکتوبر ۱۵ مه دده د پیدایش ورځ لیکل شوې ده .


ګلزار عالم پرایمري او مډل پورې ذدکړې د ډبګرۍ په پرایمري او مډل سکول کې ترسره کړي او د لسم جومات امتحان یې د کاکشال د څلورم نمبر هايي سکول نه پاس کړی.


بیا دی ګورنمنټ کالج پېښور کې داخل شو او ترڅوارلسم جوماته یا بي ای پورې یې هلته ذدکړې وکړې. وروسته یې د پېښور پوهنتون په فاینانس ډیپارټمنټ کې زدکړې کړې دي.
XS
SM
MD
LG