د لاسرسي ځای

ژبه ټکي په ټکي پښتونخوا کې په پښتو تعلیم لازمي وګرځول شو


ژبه ټکي په ټکي

د خیبر پښتونخوا کابینې پرېکړه کړې په ۲۰۱۱ م تعلیمي کال کې به د صوبې په ټولو حکومتي سکولونو او کالجونو کې د لومړي نه تر دولسم ټولګي پورې پښتو ،سراییکي ،هندکو او چترالي ژبې د یوه لازمي مضمون په توګه ښودل کېږي.
په دې اړه به له لومړی جماعت څخه تر دولسم ټولګي پورې زدکونکو ته تدریسي کتابونه په مورنیو ژبو لیکل کېږي.د کابینې د منظوری وروسته به صوبایی اسمبلی ددغه بیل وروستی منظوري ورکوي.
په دې اړه د ژبه ټکي په ټکي پروګرام کې د خیبر پښتونخوا د نصاب لیکنې ادارې (ټېکست بورډ )له مشر فضل رحیم مروت سره څخه پوښتل شوي چې د نویو نصابي کتابونو د ترتیبولو لپاره څه پلانونه لري؟
XS
SM
MD
LG