د لاسرسي ځای

تازه خبر

مسرت مومند


مسرت مومند د ۱۹۸۷ م کال دجولايی په ۲۸ نېټه د پېښور په سر کي سیمه کې زېږېدلې دي.هغه یو ورور او یوه خور لري او د مور او پلار مشرۍ اولاد ده. دهغې په خبره ،٬٬په مورپلار دواړوه ډېره ګرانه کړې٬٬.
مسرت مومند چې وړه وه نو د کارټون فلمونه به یې ډیر خوښیدل او ٬٬چیندرو میرګاټو٬٬ په شمول د جینکو ټولې لوبې به یې هم خوښیدلې، او ګوډۍ ګانې به یې هم لوبولې. دهغې نه به چې چا په وړوکوالي کې تپوس وکړو چې لویه شې نو څه به جوړیږې ؟ نو هغې به ویل ،
٬٬زه به ډاکټره جوړیږم٬٬ .
خو هغې ددولسم جومات وروسته تعلیم جاري ونه ساتلی شو.
څلور پنځه کاله وړاندې مسرت مومند دهنر دنیا ته مخه وکړه او ( یارانه به کوو ) په نوم یې د سندرو لومړی کېسټ خپور شو. تراوسه یې دسندرو شپږ والیومونه دمینه والو لاسو ته رسیدلي دي .
مسرت مومند ددې ترڅنګ د پښتو د ټیلي ویژن په پردو هم راښکاره کیږي او سندرې وايي او همدارنګه د سټیج د پاسه یې هم سندرې ویلي دي.
مسرت مومند وايي چې نن سبا یې ټوله توجه سندرو ته ده ، او همدې ته یې کار ویلی دی او له پرته بل کار نه کوي. مسرت مومند خوږ اواز لري ، او دغزل تر څنګ ښه سندرې هم وايي ، همداده چې خلک ددوی د اواز سره ډیره مینه لري . دهغې یو بل کمال داهم دی چې دکلام ښه انتخاب کوي او دموسیقۍ د تکړه استاذانو نه خپلو سندرو ته کمپوز جوړوي
XS
SM
MD
LG