د لاسرسي ځای

تازه خبر

شفیع الله بابرزي زیاتره وطني شعرونه ليکي


افغانستان-بابرزی د پښتو وتلی شاعر-۲۰۰۹م کال د مارچ ۱۴ مه نېټه
افغانستان-بابرزی د پښتو وتلی شاعر-۲۰۰۹م کال د مارچ ۱۴ مه نېټه

شفیع الله بابرزی په ۱۳۴۰م کال کې دافغانستان د ننګرهار ولایت دشینوارو په سپین غر ولسوالۍ کې د چل ګزي بابا کلي په یوه زمینداره کورنۍ کې دنیا ته سترګې غړولي دي.


کله چې ماشوم و نو دماشومتوب ټولې لوبې یې خوښېدلې لکه سخی ، توب ډنډه او نور او همدارنګه یې د خټو ګوګوشتوان ، او نور څیزونه هم جوړول او د خټو کورکي یې هم ودانول.

دی وايي د کوهي په غاړه ناسته یې خوښېدله چې د کوترو تر ډیره وخته پورې ننداره وکړي او د هغوی غومبر واوري.

ترنهم جوماته پورې یې د شینوارو په کیي لیسه کې زدکړې کړې او بیا د هلمند ولایت د کرهنې په لیسه کې شامل شو او تر دولسم جوماته پورې یې هلته زدکړې وکړې.

وروسته یې د کابل پوهنتون د کرهنې په څانګه کې داخله واخیسته او په ۱۳۶۱ کال کې ترې کامیاب را ووتو.

کله چې یې کابل پوهنتون کې خپلې لوړې زدکړې پای ته ورسولې نو دافغانستان د کورنیو چارو په وزارت کې عسکر مقرر شو او څه ناڅه ۱۵ کاله یې هلته په مختلفو چوکیو وظیفه ترسره کړه.هلته یې په مطبوعاتي څانګو او چارو کې خپل خدمات وړاندې کول.

بابر زی لا ماشوم و چې د خانانو په دیرو کې به یې د رباب ، سیتار او د منګي مجلسونه خوښیدل او هلته به یې چې د ملنګ جان کلام له چانه واوریده نو پخپله به یې هم ګوتې ورته وتښنېدې چې شعر ولیکي، په هم دغه موده کې یې یو څه شعرونه وهم لیکل چې د کلي په کچه خلکو خوښ کړل.

کله چې کابل ته لاړ او پوهنتون کې یې لوړې زدکړې کولې نو دافغانستان په ٬٬انیس٬٬ او ٬٬هیواد٬٬ ورځ پاڼو کې یې شعرونه خپریدل پیل شول او بیا د افغانستان د ټولو مطبوعاتو او د رېډیو او ټیلي ویژن د هنرمندانو د هغه لوري ته پام واوښتو. دهغه اولني شعر ( باده یوسه دغه زیری سردرو ته ....... ) دهغه وخت تکړه هنرمند شمس الدین مسرور ریکارډ کړ او بیا دغه لړۍ داسې روانه شوه چې تر ننه تم شوې نه ده.

دهغه شعرونه د نغمې،منګل او عبدالله مقري تر څنګ د افغانستان او پاکستان اکثرو پښتنو سندرغاړو ویلي دي.

پېښور کې یې دکډوالۍ د ژوند پرمهال د پښتونخوا د هرمندانو او شاعرانو سره ښه اړیکې پیداشوې او دهغه شعرونه د هرچا خولې ته ور ورسیدل .په هم دغه موده کې د بابرزي دشعرونو دوه کتابونه هم خپاره شول چې ( د خیمې سیوري ته ) او ( بوره ونه ) نومیږي، هغه وايی چې ډیره زیاته شاعري یې ناچاپه ده او دوه د شعر کتابونه خو یې چاپ ته هم نږدې دي چې ( د رنجو غرونه ) او ( په کاڼو کې خوبونه ) به یې ښايی نومونه وی.

په تاتره کې له بابرزي سره نورې خبرې دلته واوری

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:53:11 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG