د لاسرسي ځای

عبدالوکیل سوله مل شینواری


ښاغلی سوله مل شینواری دافغانستان د ننګرهار په هسکه مېنه کې نړۍ ته سترګې غړولې، لومړنۍ زدکړې یې په جلال اباد او لوړې زدکړې یې په پخواني شوروي اتحاد کې ترسره کړی دي.
نوموړي په شوروي کې په پوځي چارو کې د ماسټرۍ سند ترلاسه کړې او وروسته یې د افغانستان په دفاع وزارت کې د یو روزونکي په توګه خپله وظیفه ترسره کړېده.
وروسته چې په افغانستان کې د جنګ له وجې حالات تاوجن شول نو دی هم لکه د نورو لکونو افغانانو پاکستان ته کډوال شو او په پېښور کې یې استوګنه پیل کړه.
نوموړي هغه مهال د افغانستان د لیکوالو د ټولنې ( وفا ) سره د خبریال په حیث کار پیل کړ خو په ۱۹۹۵ کال کې یې موقعه پیدا کړه چې سلواکیه هیواد ته لاړشي .
نوموړي اوس هم په یورپ کې استوګنه لري ، کله لندن او کله سلواکیا کې ژوند کوي.
دده د کیسو دوه ټولګې ( پنځوس ملیونه ) او ( زړه کلا ) چاپ شوې. د نوموړي کیسې د ( پچاس ملین ) په نوم اردو او د ( یففټي ملین ) په نوم انګریزۍ ته هم ژباړل شوي دي. ژباړه یې خبریال او شاعر راشد خټک کړې ده.

XS
SM
MD
LG