د لاسرسي ځای

تازه خبر

زرولي افغان


زرولي افغان دافغانستان یو ځوان سندر غاړی دی او د ځوانانو ترڅنګ د ماشومانو او مشرانو هم خوښیږي.ددوی مشران دافغانستان د تګاب سیمې سره تعلق لري خو دی د جلال اباد په ریګ شامدخان کې د ۱۹۸۴ کال د اپریل پر څلورمه نیټه د ګل په ورځ پیدا شوی دی.
خو کورنیو جنګونو دنورو ترڅنګ ددوی کورنۍ هم اړویستله چې ورڅیرمه پېښور ښار ته کډه وکړي.او هلته یې په نیو کیمبرج سکول، قرطبه سکول او ګورنمنټ هايي سکول پېښور کې تر لسم جوماته پورې سبک وویلو.
خو وروسته یې هنري نړۍ ته پوره مخه وکړه، هسې خو دی لا شپږ کلن و چې د سندرو ویلو هڅې یې پیل کړې وې او اولنی استاذ یې خپل پلار او دافغانستان د موسیقۍ یو وتلی استاذ شاولي و.
زرولي افغان چې کله وړوکی و نو ډیر شوخ و او د موسیقۍ تر څنګ یې د مرغیو ویشتل ا و د والي بال لوبه خوښېدله.
تر اوسه د هغه د موسیقۍ تر ۲۵ پورې کېسټونه خپاره شوي دي. دده اولنی کیسټ (باران) نومیده او دده تازه کیسټ د ملنګ جان یادونه نومیږي .
زرولي افغان اوس مهال په کابل کې اوسیږي یوه سټوډیو لري چې ورکې د خپلو او نورو سندرغاړو سندرې ریکارډوي او ددې ترڅنګ دافغانستان تلویزونونو ته هم سندرې وايي او د ودونو بانډارونو ته هم ځي.
XS
SM
MD
LG